كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
كه مې څوك وليد چې په هېرې سره روژه خوري ور په ياد يې كړم كه نه؟ ځينې خلك وايي، ور په ياد يې كړه او ځينې بيا وايي چې مه يې ور يادوه ځكه دا د خداى جل جلاله ميلمستيا ده. ځواب ته مو سترګې په لار يم.
سرچينه: المجتمع
ژباړه: زاهد جلالي
پوښتنه:
كه مې څوك وليد چې په هېرې سره روژه خوري ور په ياد يې كړم كه نه؟ ځينې خلك وايي، ور په ياد يې كړه او ځينې بيا وايي چې مه يې ور يادوه ځكه دا د خداى جل جلاله ميلمستيا ده. ځواب ته مو سترګې په لار يم.
ځواب
كه كوم مسلمان د روژې په مياشت كې د ورځې څه خوري نو ته يې بايد وپوهوې، ځكه پدې مياشت كې خداي په نه خوړلو امر كړى نو هر يو بايد هيڅ هم ونه خوري، خو هغه مسلمان چې په هيره يې روژه خوړلې وي روژه يې نه ماتيږي.
پوښتنه:
په سترګه كې په اوبو او يا دوا اچولو سره روژه ماتيږي او كه نه؟
ځواب
پدې اړوند حنفي او شافعي ائمه وايي چې كه اوبه او يا دوا چې سترګي ته واچول شي حلقوم ته يې خوند ورسيد او كنه روژه پري نه ماتيږي، ځكه سترګه د اوبو د څښلو ځاى ندى او نور امامان بيا وايي چې كه يې حلقوم ته خوند ورسيد او كه نه روژه يې ماته ده