فقهي اصطلاحات (حرام ،مکروه او مفسد ) څه ته وايي ؟

ناروا په درى قسمه دي : ( حرام ، مکروه او مفسد )
حرام : په لغت کې بد او نا روا ته وايي او په اصطلا ح کې هغه څه ته وايي چې دهغه حرمت او منع والى په قطعي دليل سره ثابت شوى وي لکه شراب ، زنا او داسې نور،
دحرام حکم : دهغه په کولو کې عذا ب او کوونکى يې فاسق دی او منکر يې کافر دى .
مکروه: په لغت کې (بد) ته وايې او په اصطلا ح کې هغه څه ته وايي چې دهغه حرمت په صحيح دليل سره ثابت شوى وي چې په مقابل يې د اباحت دليل موجود وي او مکروه په دوه ډوله دي :
١-مکروه تحر يمي: هغه ته وايي چې حرمت يې په صحيح دليل سره ثا بت شوى وي چې په کولو کې ګنا ه شته مګر منکر يې کا فر نه دى لکه د جُمعې دلمانځه د اذان په وخت کې خرڅول او اخستل .
٢-مکروه تنزيهي : هغه ته وايي چې دهغه په نه کولو کې ثواب وي او په کولو کې يې عذاب نشته مګر بد ګنل کېږ ي لکه دعالم غلام امامت .
مفسد : هغه څه ته ويل کېږي چې يو شروع شوى عبادت او عمل فاسد او خراب کړي لکه لما نځه کې دبالغ شخص په زوره خندا کول او داسې نور .
دمفسد حکم : که مفسد عمل د قصد او ارادې په بنا وي نو کوونکى يې ګناهګار او عمل يې فاسد دى او که مفسد عمل قصداً نه وي نو ګناه نه لري مګرشروع شوى عمل فاسد دى .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.