د ځینو سترګو رپیدا کې د انکار ژبې
زما د یار له خولې راووتې د مار ژبې
ځینې ځوانان له ادبي پلوه دومره خوار دي
چې نه استاد لارې ته سم کړه نه د پلار ژبې
که وده غواړئ، پرمختګ ته لیوالتیاوې لرئ
سره مدغم کړئ کلیوالې او د ښار ژبې
دلته یرغل کلي وران کړي کلیوال یې نشته
ثبوت یې وایي د زخمي راپروت چنار ژبې
په تش شعار خو نور غره وو چې اوس یو لا نشته
تاسو ژوندۍ کړئ رغوني ته د کار ژبې
داسې نو نه ده چې د کونډې خوله کې تل دعا وي
کله سپیرو خولو کې پرتې دي د ازار ژبې
خزان به خود منئ، د ژمي ساړه هم تېرېږي
تر څو مو زده شي د ګلونو او بهار ژبې
د چاپلوسۍ ژبه خوږه ده پام دوکه دې نه کړي
طارقه! زده کړه د زخمونو او پرهار ژبې
٥ جمادي الآخرة | ١٤٤٨ قمري
٢٥ عقرب | ١٤٠٥ شمسي
فراه، مرکز