د عثماني خلافت قوت او فتوحات :
عثماني خلافت په هغه وخت کې په ټوله نړی کې يوازنی ستر او قوي اسلامي حکومت وو چې تقريباً په (۵،۶) ميليون کيلومتره مربع خاوره يې حکومت کولو .
د دغه حکومت قلمرو د اورپا د وين ښار (هابسبورګ ) پورې رسیدلی وو چې د اورپا قارې (بلغارستان ، يونان ، صربستان ، آلباني ، بوسنيا ، رومنيا) او د آسيا او افريکا زياتې برخې يې تر خپل قلمرو لاندې وې .
روسیې عثماني خلافت ته جزيه ورکوله ، ځنې مأرخين ليکلي چې د امريکا د وخت رئيس جمهور «جورج واشيطن» د عثماني خلافت د الجزائر له والي «بکر حسن» سره معاهده کړې وه چې مونږ به جزيه درکوو او تاسې پر مونږ باندې حمله مه کوئ .
د عثماني خلافت د قوت ، فتوحاتو او دوام عوامل :
اول – قوي او راسخ ايمان : د عثماني خلافت د خلفاوو راسخ ايمان او په اطاعت او عبادت باندې پوره پابندي وه ، ددې خلفاوو هم او غم يوازې د الله تعالی د رضا لاس ته راوړل او د يوې با ايمانه ټولنې جوړول وو .
عثمان بن ارطغرل پخپل آخري وصيت کې خپل زوی ته وايي : “إياك أن تفعل أمرًا لا يُرضِي الله ” ( تا له داسې کار څخه منع کوم چې د الله تعالی په هغه کار کې رضا نه وي) .
او په بل وصيت کې ورته وايي : “واعلم يا بُني أنَّ طريقنا الوحيد هو طريق الله” ( پوه شه ، ای زویه ! زمونږ یوازنی مسير او لاره هغه ده کوم الله تعالی ټاکلی ده ، يعنې د اسلام لاره ).
او په ځينو تاريخي رواياتو کې راغلي چې ددغه خلافت حاکمانو به پر خپلو مناجاتو کې پر الله تعالی پناه غوښته د داسې څه څخه کوم د هغه (جل جلاله) د نارضايت سبب کيدل .
مورخينو په دې اعتراف کړی دی چې د عثماني خلافت اکثره حاکمان د قوي او راسخ ايمان خاوندان وو او همدا د دوی راسخ ايمان او پر الله تعالی باندې توکل د سترو فتوحات او عزت سبب وو .
يقيناً د هر ملت او حکومت لوړوالی د هغه د ايمان او عقيدې په پرتله وي .
دوهم – د نومړي خلافت د قوت او عزت دوهم سبب د الله تعالی په لاره کې جهاد او د اسلام د نصرت او وسعت لپاره د اسلامي امت پراختيا وه ، هغوی د الله تعالی په لاره کې جهاد کول او ديني دعوت خپل واجب او مسئوليت بللو او هر يوه ته يې د غازې ( د الله تعالی د لارې مجاهد ) ويل کيده .
د جهاد في سبيل الله څخه د عثماني خلافت يوازنی هدف د الله تعالی دين ته بلنه ،نشر او خپريدل وو بل څه نه وو . او دوی په دې عقيده وو چې د دين خپرول او د دين تعليم زمونږ مسئوليت دی .
دريم – د علم او تعليم په برخه کې خاص اهتمام او د دولتي دستګا نزېوالی علماوو ته ، عثماني دولت ددې زيات حريص وو چې په خلکو کې علم او په خاصه توګه شرعي علم نشر کړي .
د نومړي خلافت مؤسس عثمان خپل زوی ته په يو وصيت کې وايي : ای زویه تاته وصیت کوم چې ددې امت د علماوو قدر او احترام کوه او د هغوی سره زياته سلا مشوره کوه ځکه چې هغوی تاته د خير پرته په بل څه امر نه کوي .
څلورم – د نومړي خلافت د قوت او عزت څلورم عامل عدل او انصاف وو ، ځکه چې دا الهي سنت دي چې په هر حکومت کې ظلم وي الله تعالی يې له مينځه وړي او په هر حکومت کې چې عدل او انصاف وي الله تعالی دوام ورکوي .
د عثماني خلافت د حاکمانو ليست :