صيغه نکاح د اسلام له نظره څه حکم لري

سلام علیکم خدای د وکړي چی روغ او جور اوسيږئ د ټولو نه مخکی یوه نړۍ مننه کوم چی داسی یو سایت مو جوړ کړی دی زما سوال دا دی چی صیغه د اسلام له نظره خصوصا د اهل سنت والجماعت له نظره په کومو دلایلو حرامه ده ځکه چی اهل تشیع وايی چی دا یوه د حل لاره ده د هغه چا لپاره چی توان د مکمل واده نه لری مثلا یا محصل دی او د کومو نورو مشکلاتو له وجه نشی کولی چی دی مسولیتونو ته رسیدګی وکړی نو اهل سنت د داسې خلکو لپاره څه د حل لاره لری؟؟ مننه

نعيم هاشمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

صيغه يا متعه چې په عربي کې ورته المتعة يا الزواج الؤقت وايي ،هغه نکاح ده چې یو سړي له يوې ښځې سره تر معين وخت پورې يو مياشت ، يو کال … د څه مال په بدل کې نکاح وتړي .

د صيغې نکاح د اهل سنت والجماعت د ټولو فقهاؤ په اتفاق حرامه نکاح ده

جاء في الموسوعة الفقهية :

ويطلق عليها الفقهاء نكاح المتعة وقد ذهب إلى حرمة هذا النّكاح الحنفيّة‏,‏ والمالكيّة‏,‏ والشّافعيّة‏,‏ والحنابلة

په دليل د لاندې صحيح احاديثو :

عن علي رضي الله عنه : ” أن رسول الله صلى الله وسلم نهى عن نكاح المتعة وعن لحوم الحمر الأهلية زمن خيبر (البخاري – 3979  اومسلم – 1407 ) .

د حضرت علی رضی الله عنه  نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د خيبر د فتحې په ورځ د متعه نکاح او د اهلي خره د غوښو څخه منع و فرمايل ( دا دواړه يې حرام اعلان کړل ) .

يا أيها الناس إني قد كنت أذنت لكم في الاستمتاع من النساء وإن الله قد حرم ذلك إلى يوم القيامة فمن كان عنده منهن شيء فليخل سبيله ولا تأخذوا مما آتيتموهن شيئاً ” . رواه مسلم ( 1406 ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ای خلکو تاسې ته مې د مؤقتې نکاح په اړه اجازه کړې وه ، مګر يقيناً چې الله جل جلا له  دغه نکاح د اوس څخه وروسته د قيامت تر ورځې پورې حرام  وګرځوله .

ضيعه يا مؤقته نکاح د جاهليت د وخت نکاح ؤ کله چې اسلام ظهور په تدرېجې توګه يې حرمت اعلان شو لکه د شرابو حرمت چې په تدريجې توګه اعلان شو .

په اسلام کې د نکاح تړون يو کلک او دايمي تړون دی ځکه د نکاح څخه مقصد يوازې د خواهش پوره کول نه دي بلکي د نسل جاري والی او د انسان بقاء ده لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ (72النحل ) .

ژباړه : الله پیدا کړې تاسې ته د تاسې د جنس څخه ښځې او پيدا کړې يې دي د تاسې د ښځو څخه زامن او لمسيان او زرق يې درکړی تاسې ته پاکو شيانو څخه .

مګر په متعه نکاح کې د څه مال په بدل کې د ښځې او سړي جوړښت دی تر مؤقت وخته پورې چې په دې سره نسل جاريتوب او بقا مينځته نه راځي .

په اسلامي شريعت کې د اسلامي نکاح څخه بغير د خواهش پوره کولو لپاره کومه لاره نشته بلکي مسلمان به د شيطاني شهواتو پر وړاندې صبر کوي او د مسلمان اصلي موخه همدا ده چې د شيطاني خواهشاتو پر وړاندې صبر وکړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.