سیزارین څه شی دی؟

سیزارین د خیټې او رحم په څیرلو سره له رحمه د ماشوم راویستلو په مانا دی.

که د مېندو له خوښې ورتېر شو، معمولاً ډاکټران د لاندې څلورو عواملوله امله سیزارین کوي :

۱ : کله چې د ماشوم د زیږیدو په مخ کې خنډونه پیدا شي یا د زیږیدو شرایط بحراني شي.

۲ : هغه وخت چې مور مخکې هم په سیزارین سره ماشوم زیږولی وي

۳ : کله چې جنین د مور په نس کې نامناسب حالت ولري او په طبیعي توګه د ماشوم د زېږېدو احتمال موجود نه وي . هماغه ډول چې پوهېږئ ماشوم معمولاً په سر له رحمه راوځي خو که په رحم کې ماشوم په داسې وضعیت کې وي چې، د بېلګې په ډول، په پښو له رحمه راوځي په دغه وخت کې هم باید سیزارین وشي .

۴ : هغه وخت چې ماشوم د ساه اخیستلو له ستونزو سره مخامخ شي باید په بیړه په سیزارین سره ماشوم له رحمه راوایستل شي .

معولاً په کومو امیندواره مېرمنو کې سیزارین ته ډیره اړتیا وي؟

هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي او مخکې ېې حمل نه وي تجربه کړی په هغو کې سیزارین ډیر عام وي البته دغه اندازه د عمر له زیاتیدو سره هم ارتباط لري، څومره چې عمر زیاتېږي په مېرمنو کې سیزارین ته اړتیا هم زیاتېږي .

که کوم بېړه ييزه يا عاجله خبره او مسله نه وي د سیزارین لپا ره کوم وخت مناسب وخت دی ؟

له عاجلو پېښو که ورتېر شو په میندو کې د سیزارین لپاره مناسب وخت هغه وخت دی چې د کلینکي او لابراتواري معایناتو له پلوه ثابته شوې وي چې ماشوم د مور په نس کې خپل وخت پوره کړی وي پدې مانا چې د مور له ورستني میاشتني عادته ۳۹ اونۍ تیرې شوې وي .

آیا د سیزارین لپاره هم د نورو جراحي عملیاتو په شان ضرووري ده چې ناروغ یا مور له عملیاتو څو ساعته مخکې څه ونه خوري يا په طبي ژبه (NPO) وي ؟

هو ، په سیزارین کې هم اړینه ده چې ناروغ ترعملیاتو لږ ترلږه اته ساعته مخکې پورې څه نه وي خوړلي تر څو معده تشه وي او د عملیات په وخت له معدې څخه خوارکي توکي د مرۍ له لارې تنفسي لارې ته داخل نه شي.

میندې له سیزارین وروسته معمولاً ترڅو ساعتونو پورې نهارې ساتل کېږي او څه نه شي خوړلاي ؟

معمولاً باید ناروغه له سیزارین ورسته ۲۴ ساعته څه ونه خوري ترڅو دaspirations مخه ونیول شي پدې مانا چې د معدې مواد تنفسي لارې ته ورنه شي او له عملیات وروسته نورې ستونزې هم پېښې نه شي .

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.