زلزلې وخت کې باید څه وکړو؟

1       د زلزلې رامنځته کېدونکي شوني وخت پرمهال له کور څخه ووځئ او یوې آزادې سیمې ته ولاړ شئ. له ونو، لوحو، ودانیو د برېښنا له مزو، ستنو او نورو واټن ولرئ.

2       له کور څخه د بهر کېدو پرمهال، له زینې کار واخلئ نه له لېفټ څخه.

3       د زلزلې پرمهال په سړکونو او کوڅو له منډې وهلو ډډه وکړئ، ځکه ښايي څراغونه، د اعلانونو تختې او نږدې دېوالونه درباندې را وپرځيږي.

4       که چېرې تاسو په څو پوړیزه ودانۍ کې ژوند کوئ چې سملاسي وتل درته ستونزمن وي، باید په لاندې ډول عمل وکړئ:

  • ځان د مېز یا د خوب د تخت لاندې پټ کړئ ترڅو د درندو شیانو له پرځېدو خوندي وئ. د مېز یا تخت ستنې کلکې ونیسئ او د خپلو سترګو او مخ د خوندي ساتلو لپاره یې د مټو ترمنځ ونیسئ.
  • خپل سر مو د بالښت یا کوم بل نرم شي په وسیله خوندي کړئ.
  • دروازه پرانیزئ
  • داش، شمع، د ګاز پېکنیک او ټول برېښنایي وسایل مړه کړئ.
  • له کړکیو، دروازو، الماریو او همدا راز ماتېدونکو درنو وسایلو لېرې اوسئ.

5       که د زلزلې پرمهال په موټر کې وئ:

  • موټر ودروئ او د زلزلې تر درېدو پورې همالته پکې اوسئ.
  • د ودانیو څنګ ته، د هوایي سړکونو لاندې یا د پاسه، پر هوايي پلونو، برېښنایي مزو ته نږدې، په تنګو درو او همدا راز د سړک په هغو برخو کې چې غرونو او غونډیو ته نېږدې وي او د ځمک ښویېدنې ګواښ وي خپل لېږدوونکې وسیله مه دروئ.
  • د زلزلې پرمهال د سړک ویجاړو برخو ته متوجه اوسئ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.