دآنلاین اسلامی لارښود کارکووکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم دالله ج له دربارنه درته د روغ او خوشحاله ژوند غوښتونکی یم. (لا ینهاکم الله عن الذين لم يقاتلكم في الدين ولم يخرجوكم من دياركم أن تبروهم وتقسطوا إليهم إن الله يحب المقسطين)(إنما ينهاكم الله عن الذين قاتلوكم في الدين وأخرجوكم من دياركم أن تولوهم ومن يتولهم منكم فأولئك هم الظالمون) سورة المتحنة.
كه مهربانی وکړﺉ د دغه دواړو ایاتونو مفصل تفسیر او مفهوم راته ووایاست
احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دا دوه آيتونه د غير حربي او حربي کفارو سره د مسلمانانو د معاملاتو او سلوک په اړه حکم کوي چې په لومړي آيت شريف کې الله سبحانه و تعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې :
[ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8] . ( الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړئ چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي ) .
ددې ډلې نه ذمي او مصالح کافران مراد دي چې د هغوی سره د عدل او انصاف د چلن حکم شوی دی ، يعنې په ظاهري لحاظ د هغوی سره معاملات ، د خلولی پالل ، د ګاونديتوب حقوق او داسې نور د اسلامې عدالت په چوکات باک نه لري جايز دي مګر په زړه کې به د هغوی سره مينه او دوستي نه کوي ځکه چې هغوی د الله جل جلا له دوښمنان دي .
تفسير معارف القرآن ليکي : په حديث شريف کې راغی دي : وعن أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنهما قالت : قدمت عليَّ أمي وهي مشركة في عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فاستفتيتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقلت : إن أمي قدمت وهي راغبة أفأصلها ؟ قال : ” نعم ، صِلي أمك ” رواه البخاري ( 2477 ) ومسلم ( 1003 ) .
يعنې : بی بی اسماء د ابوبکر رضی الله عنه لور وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې زما مور مشرکه وه ، هغه زمونږ کره راغله له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې و پوښتل چې : مور مې کور ته راغلی او هغه زما څخه د (نېکۍ او هديې ) هيله لري ، آيا له هغې سره صله رحمي وکړمه ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ، له مور سره دې صله رحمي وکړه (د هغې د خپلوی حق ادا کړه ) .
ددې نه وروسته دغه آيت (لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ ) نازل شو ( معارف القرآن ) .
د يرغلګرو هغو کافرانو چې د مسلمانانو پر خاوره او دين يې تيری کړی کوي او د مسلمانانو پر وړاندې جنګيږي مسلمانانو د هغوی سره د موالاتو (دوستۍ او مدد ) څخه منع شوی دي .
قوله تعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9]
( ً الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان )
په پورته آیت شريف کې مسلمانان د حربي کافرانو د موالاتو څخه منع شوي دي ، موالات د هغوی سره د زړه مينه او دوستي او د هغوی سره د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ملګرتيا او مدد کولو څخه عبارت دی .
ابن کثير رحمه الله ليکي په دي ايت شريف کې الله مؤمنانو د حربي کافرانو له موالاتو څخه منع کړی دي بيا يې د هغه وعيد هم ذکر کړی دی چې (وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ) او همدارنګه الله جل جلا له د موالاتو په اړه فرمايي ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ) المائده 51
ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي (تفسير ابن کثير)
و الله سبحانه و تعالی اعلم