د کانګریټو په جوړښت کې د اوبو رول

لیکنه: ابوبکر همت
کانګریټ د ریګ ،جغل ،ماتي شوي ډبرو،سمنټو،اوبو او ځیني نورو اضافي موادو له ترکیب څخه لاس ته راځي.د کانګریټو ډیره برخه (۷۵٪) له دانه لرونکو موادو(ریګ ،جغل ، ماتي شوي ډبرو) څخه لاس ته راځي ،پاتي ۲۵٪ اوبه او سمنټ تشکیلوي.
تجربو ثابته کړي ده چې کانګریټ وروسته له ۲۸ ورځو تقریبا ۹۵٪ مقاومت تر لاسه کوي د کانګریټو مقاومت اخستلو وخت د سمنټو له میده والي سره مستقیمه اړیکه لري ، که چیري سمنټ په کافي اندازه میده وي کانګریټ کم وخت کې مقاومت اخلي ، ځینو تجربو ثابته کړي ده چې پورتلند سمنټ چې میده والی یې نظر نورو سمنټو ته ډیر دی له ۲۸ ورځو مخکې اعظمي مقاومت تر لاسه کوي.
د کانګریټو په جوړښت کې اوبه په لاندې دریو مواردو کې استعمالیږي:
۱- د مخلوط د اوبو په ډول: د کانګریټ په جوړښت کې حیاتي رول لري ،د مخلوط اوبه دوې دندې لري:
الف- د مخلوط اوبه د سمنټو سره یو ځای کیږي او د کیمیاوي تعامل (هایدراټشن) سبب ګرځي، د دې کیمیاوي تعامل په نتیجه کې کانګریټ مقاومت تر لاسه کوي.
ب- د مخلوط اوبه د دانه لرونکو موادو( ریګ ،جغل،میده شوي ډبرو) سره یو ځای کیږي ،په دې ډول سره د کانګریټو په اسانۍ سره بې له دې چې د کانګریټو مواد یو له بل څخه جلا شي ځای پر ځای کول ، تخته کول او د کانګریټو د سطحې هموارولو آسانتیا را منځ ته کوي.
د کانګریټ په جوړښت کې د مخلوط د اوبو کیفیت او اندازه د کانګریټ په خواصو او مقاومت باندې مستقیماً اغیزې لري.که چیري د مخلوط اوبو کې خارجي مواد(عضوي مواد، غیر عضوي مواد ، غوړي)
او داسې نور شتون ولري د سمنټو او اوبو تر منځ کیمیاوي تعامل ته زیان رسوي، په نتیجه کې کانګریټ په مناسب وخت کې اعظمي مقاومت نشي تر لاسه کولای او د بې کیفیته ، بې مقاومته ، بدرنګه کانګریټو د تولید سبب ګرځي.نو په دې اساس د امکان تر حده باید هڅه وکړو چې د کانګریټو په جوړښت کې له مناسبو اوبو څخه ګټه تر لاسه کړو.
د کانګریټ د جوړښت لپاره مناسبي اوبه عبارت له هغه اوبو څخه دي چې د کانګریټ د مقاومت د اخستلو په وخت،مقاومت او شکل باندي منفي اغیزې و نه لري او خارجي مواد په کې شتون و نه لري يا په بل عبارت هغه اوبه چې د څښلو لپاره مناسبي وي د کانګریټ لپاره هم مناسبي ګڼل کیږي. مناسبي اوبه کولای شو له څاه ګانو، کاریزونو، نهرونو، چینو او داسي نورو ځایونو څخه ترلاسه کړو.

د کانګریټ په جوړښت کې د اوبو اندازه تعینول حیاتي اهمیت لري، که چیري له اندازي زیاتي اوبه استعمال شي د وخت په تیریدلوسره هغه اوبه چې د کانګریټ په خلا ګانو کې وجود لري د بخار په وسیله له کانګریټ څخه جلا کیږي او ځای یې خالي پاتي کیږي په دې ډول بې مقاومته ، خلا لرونکی ، اوبه تیرونکی کانګریټ منځ ته راځي نوموړي کانګریټ د محیطي شرایطو په مقابل کې مقاومت نشي کولای او په ډیر کم وخت کې کانګریټ خرابیږي، که چیري له اندازي کمي اوبه استعمال شي د سمنټو او اوبو تر منځ کیمیاوي تعامل(هایدراټشن) په صحیح ډول صورت نه نیسي او د کانګریټو دانه لرونکي مواد یو له بل څخه جلا کیږي بې مقاومته ، خلا لرونکی ، اوبه تیرونکی کانګریټ منځ ته راځي چې په ډیر کم وخت کې تخریبیږي.
که وغواړو چې مقاومت لرونکي او اقتصادي کانګریټ تولید کړو نو باید هڅه وکړو چې د کانګریټ د خلاګانو اندازه را کمه کړو ، د خلا ګانو د کمولو لپاره د دانه لرونکو موادو(ریګ،جغل،میده شوي ډبرو) د دانو اندازه، شکل او حجمي نسبتونو تعینول اړین ګڼل کیږي، په دې ډول سره په کمو سمنټو او اوبو سره مقاومت لرونکي او اقتصادي کانګریټ تولیدولای شو.
د اوبو او سمنټو تر منځ نسبت (سمنټ/اوبه) د کانګریټو په مقاومت باندې مستقیمه اغیزه لري د دې نسبت مناسب ټاکل حیاتي اهمیت لري، په ځینو ستندردونو کې نوموړي نسبت د (۴۰٪ــــ۵۵٪) تر منځ مناسب ګڼل شوی دی .
د ستندرد په بنسټ د کانګریټو د مخلوط د اوبو کیفیت:ASTM د
-عضوي مواد : څخه کم ۰،۰۲٪
-غیر عضوي مواد: څخه کم ۰،۳٪
ـ د سلفر مرکبات: څخه کم ۰،۰۴٪
ـ القلي کلورایډ: څخه کم ۰،۱٪
۶ــــ۹ :PH –
لکه څرنګه چې ناروغ د معالجي لپاره دارو درملو ته :(Curing Water) ۲- د معالجې اوبه
اړتیا لري په همدي ډول کانګریټ هم د مقاومت اخستلو لپاره اوبو ته اړتیا لري.لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه چې کانګریټ د هایدراټشن په وسیله مقاومت تر لاسه کوي، د دې لپاره چې د هایدراټشن لپاره د لازمي اوبو اندازه د بخار په وسیله کمه نشي د هایدراټشن د کیمیاوي تعامل د دوام لپاره د یوې څخه تر دوو هفتو پوري کانګریټو ته اوبه ورکوو ، د معالجي د اوبو آسانترینه او مشهورترینه طریقه د کانګریټو د سطحې د اوبو کولو څخه عبارت ده.د معالجي د اوبو کیفت ته باید دقت وشي که چیري اوبه مناسبي نه وي بد شکله کانګریټ لاس ته راځي.
هڅه باید وکړو چې کانګریټ ته په مناسبو وختونو( سهار، مازدیګر) کې اوبه ورکړو.
د کانګریټ د مخلوط د اوبو زیاته اندازه د کانګریت لپاره زهر ، او د معالجې اوبو زیاته اندازه د کانګریټ لپاره ویټامین دي.
۳- د مینځلو اوبه: د کانګریټي دانه لرونکو موادو(ریګ، جغل، میده شوي ډبرو) په ترکیب کې ځیني خارجي مواد شتون لري چې دا مواد د کانګریټو په مقاومت باندي منفي اغیزې لري،هغه اوبه چې د کانګریټي موادو څخه د خارجي موادو د لیري کولو لپاره ورڅخه ګټه تر لاسه کوو د مینځلو د اوبو څخه عبارت دي ، د مینځلو د اوبو کیفیت ته باید دقت وکړو که چیري مناسبي اوبه استعمال نشي د کم مقاومته کانګریټو سبب ګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.