ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
بې ضرورته د نامحرم سره خبرې کول جايز نه دي دا د اسلامي شريعت عام حکم دی ، هغه که مسلمان وي يا کافر
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ …. رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي ….
کافران په مجموع کې فاسقان او بدکاران وي د هغه څخه په طريقه اولی ستر او حجاب په کار دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم