د کار او شغل په وخت کې د قرآنکريم اوريدل

اسلام علیکم ورحمت الله  !
سوال من راجع به تلاوت قرآن کریم است در صورتیکه در کمبیوتر خود مصروف کار باشد و در عین زمان در کمبوتر خود قرآن کریم را گوش کنداین کار جواز دارد یا خیر؟
تشکر قبلی از رهنمایی تان

بشير احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کار او مشغولتيا په وخت کې د قرآنکريم اوريدل صالح عمل دی چې انسان ته يې اجر ليکل کيږي ، په شرط ددې چې د قرآنکريم احترام او آداب په نظر کې ونيول شي لکه :

۱- د قرآنکريم د تلاوت په وخت چوپوالی او هغه ته غوږ نيول :

لقوله سبحانه وتعالی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (اعراف ۲۰۴)

۲- دخپل توان موافق د قرآنکريم په آيتونو کې  تدبر فکر کول او د هغه په مقاصدو ځان پوهول :

أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء ۸۰)   ( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوئ)

او که چيرې د قرآنکريم سمع نه کيږي يا نور کسان موجود وي او هغوی په خبرو مشغول وي بيا يې په زور نيول صحي نه دی ځکه هغوی ګناهکاريږي .

همدې ته ورته پوښتنه له فتاوی الاسلام سوال او جواب څخه شوي ده چې :

د کار او شغل پر مهال د قرآنکريم اوريدل څه حکم لري ؟

په ځواب ليکي : د مشغلوتيا په وخت کې د وسائلو څخه د قرآن اوريد کار د خير دی او انسان ته د هغه اجر ليکل کيږي په شرط ددې چې خپل وس موافق هغه ته غوږ ونيسي او که د غوږ نيولو امکان نه وي نو بيا داسې کول د قرآنکريم د ادب او احترام خلاف کار (جواز نه لري ) .

ما حكم الاستماع إلى القرآن الكريم أثناء مزاولة العمل أو الانشغال في شيء آخر؟

الحمد لله
استماع القرآن الكريم عبر المذياع أو المسجل ، عمل صالح يؤجر عليه الإنسان ، ولا حرج عليه لو كان يزاول عملا ، أو شغلا ، ما دام يستمع إليه قدر الإمكان ، وأما أن يكون على عمل لا يتمكن معه من الإصغاء إلى القرآن ، فهذا لا ينبغي لمنافاته الأدب والاحترام (الاسلام سوال جواب ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.