اسلام علیکم ورحمهّالله وبرکاّة
زما پوښتنه ده محترمه د یوی ښځی خاوند کارکوی اوښځه هم مګر د کورنفقه ښځه ورکوي خاوندی وايی چی زه پیسی ټولوم ده راتلونکی لپاره نوموړی ښځه د خاوند په حق وره ده مګرخاوندی دی سره ټکی کوی له نوروښځوسره تیلفونی اړیکی ساتی همدارنکه نامشروع اړیکی ساتی باربارخپلی غلطی ته یی ښځه متوجی کړی مګرڅه توجه نګړی داسی خاوند سره څه چلند وکړی جداشی اوکه کومه بله حل لاره لری هیله کوم مفصل معلومات راکړی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځې نفقه پر خاوند واجب ده .
لقوله سبحانه وتعالی: [وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف ] (البقرة:۲۳۳) .
يعنې: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .
ښځه چې کله سرپرست ولري د نفقې او کار کولو هيڅ مسئوليت نلري او ښځې په مختلط دفتر او مختلط ( چې نارينه او ښځې پکې ګډ وي ) کار کول هيڅ جواز نلري .
که خاوند همداسې وي لکه په پورته بيان کې هغه د ښځې په حق کې ظلم کوي ، دا د زوجينو تر مينځ يو مشکل او اختلاف دی قرآنکريم د زوجينو تر مينځ د مشکل د حل لاره داسې ښولې ده .
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا (النساء ۳۵)
ژباړه : که په تاسې کې د سختو اختلافاتو ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه وليږئ يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .
يعنې : ته مو د خپلې پلارګنی او همدارنګه خسرګنۍ څخه يو يو يا دوه دوه کسان چې د اصلاح اهليت ولري انتخاب او دوی د دغه مشکل په اړه اصلاح وکړي .
الله تعالی به ان شاء الله ستاسنو په مينځ کې اصلاح راولي .
د احنافو په نزد د نفقې په صورت کې د ضرر ، ظلم او پرته له عذر د ښځې څخه مخ اړولو کې تفريق نشته ځکه چې دا مشکلات په اصلاح او تأديب حل کيدای شي د اسلامي محکمې لخوا دغه کس ته تأديب ورکول کيږي تر څو د تيري څخه لاس واخلي .
لم يجز الحنفية والشافعية والحنابلة التفريق للشقاق أو للضرر مهما كان شديداً؛ لأن دفع الضرر عن الزوجة يمكن بغير الطلاق، عن طريق رفع الأمر إلى القاضي، والحكم على الرجل بالتأديب حتى يرجع عن الإضرار بها (فقه اسلامي وادله ).
او د خلع شرايط دلته وګورئ
خلع او تفريق يوازې د اسلامي محکمې يا که اسلامي محکمه نه وي د يو عادل او مجاهد جماعت لخوا تر سره کيږي په هيڅ صورت کې ښځه پر خپل سر دا کار نشي کولای که دا کار وکړي د اسلامي شريعت پر وړاندې بغاوت دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم