سلامونه می ومنی الله متعال دی ټولو کارکونکو ته اجری اعظیم ورکړی پوښتنه لرم هیله لرم چی جواب راکړی، که یو سړی دښڅی په [تی]باندی خوله کیژدی ده اولاد نه مخکی اویا ده اولادنه ورسته نکاح ته خو به تاوان نه رسیژی مننه
نعمت غزنوی- هلمند
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : د تۍ رودلو سن دوه کاله دی يعنې د رضاعت حرمت هغه وخت ثابتيږي چې ماشوم تي خورئ وي
قوله تعالی : وَالوَالِدَاتُ يُرضِعنَ أولاَدَهُنَّ حَولَينِ کَامِلَينِ لِمَن أرَادَ أن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ (بقره : 233).
لويانو ته پۍ ورکول ګناه ده خو حرمت نه ثابتيږي .
دوهم : سړی که د خپلې ښځې سينه د شهوت په وخت کې په خوله کې ونيسي کله چې په سينه کې پۍ نه وي نو مباح دی پدې کې هيڅ ګناه نشته (کفايت المفتي ۵/۳۳۷ ) .
مګر د ښځې د پیو څښل حرام دي لکن نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ۱۷۹/۵ ) .
ولم يبح الارضاع مدته ،لانه جزءآدمی والانتقاع به لغير ضرورة حرام علی صحيح (الدرالمختار ۲۱۱/۳ ).
اذامص الرجل ثدی امراته وشرب لبنها لم تحرم عليه امراته لما قلنا انه لارضاع بعد الفصل (الخانية علی هامش الهندية
و الله سبحانه وتعالی اعلم