د ښځو د پاره په کور کې جماعت کول څه حکم لري ؟

د اسلامی لارښود درنو عالمانو اسلأم علیکم و رحمهّ الله و برکاهّ!زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چه یوه ښځه په کور کی نورو ښځو ته جمعه (امامت) ورکولأی شی او که نه؟ هیله کوم لږ ژر ځواب راولیږی. کامیاب اوسی.

بشارت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه او امام مالک رحمه الله عليهم په نزد په ښځو ، نا بالغ ماشومانو ، ضعيف او معذورو کسانو د جماعت لمونځ واجب نه دی

فقال الحنفية والمالكية  : الجماعة في الفرائض غير الجمعة سنة مؤكدة، للرجال العاقلين القادرين عليها من غير حرج، فلا تجب على النساء والصبيان والمجانين والعبيد والمقعد والمريض والشيخ الهرم ومقطوع اليد والرجل من خلاف. ( فقه الاسلامي وادله – فتح القدير:243/1، الدر المختار:515/1،)

د ښځو جومات ته تلل د فتنې له وجې مکروه دي ، تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/9918

په کور کې د ښځو د جماعت په اړه د فقهاؤ کرامو تر مينځ اختلاف دی

د امام احمد او امام شافعې په نزد جايز او مستحب دی

مګر د امام ابوحنيفه ، امام مالک او د حنافله د يو قول په نزد په کور کې د ښځو جماعت مکروه دی ځکه چې د ښځو امام په وسط کې په لومړي صف دريږي چې دا عمل د رسول صلی الله عليه وسلم د مواظبت خلاف ، ترک واجب عمل دی نو ځکه مکروه دی .

( قوله وجماعة النساء ) أي وكره جماعة النساء ; لأنها لا تخلو عن ارتكاب محرم وهو قيام الإمام وسط الصف فيكره كالعراة كذا في الهداية وهو يدل على أنها كراهة تحريم ; لأن التقدم واجب على الإمام للمواظبة من النبي صلى الله عليه وسلم عليه وترك الواجب موجب لكراهة التحريم

البحر الرائق شرح كنز الدقائق

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.