په اسلامی کورنۍ کی د یوی پیغلی مسولیت څه دی ؟
عايشه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
۱- مسلمانه پيغله به د الله سبحانه وتعالی په عبادت او اطاعت کې ژوند کوي ، پنځه وخته لمونځ به پخپل وخت سره له ټولو حقوقو ، روژه نيول ، د زېوراتو زکات ورکول ( کچېرې مالکه نصاب وي ) او د اسلامي شريعت ټول اوامر به پر ځای کوي او د شريعت له منع کړ شويو شيانو څخه به ځان ساتي .
لقوله سبحانه وتعالی : [وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً..]
https://dawat610.com/archives/7959
۲- د الله تعالی د اطاعت وروسته به د خپل مور او پلار سره ښه سلوک کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :
وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا …( الإسراء/23، 24).
ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ
۳- شرعي علم به حاصلوي :
د شريعت ضروري علم چې عبارت له عقائدو ، د احکامو پيژندلو او نورو څخه دی په نارينه او ښځه فرض دی ، د مسلمانې بی بی لپاره د شرعي علم د حاصلولو مهم چانس او مهم وخت د پلار کور دی ، ځکه والدين تر هر چا پر خپل اولاد سوزي او د خپل اولاد د خير تمه او توقع لري او بل په دغه وخت کې ښځه د اولاد مسئوليت نه وي متوجه نو کولای شي په شان سره شرعي علم حاصل کړي .
https://dawat610.com/archives/4855
۴- د عفت او حيا ساتنه :
مسلمانې بی بی ته ټول عمر اسلامي شريعت حکم کړئ دی چې د خپل حيا او عفت ساتنه وکړي ، خو د پيغلتوب دوره د حيا او عفت امانتي دوره ده .
د حجاب کلک ساتل ، د خپلوانو ( د کا کا زوی ، ماما زوی ، عمه زوی ، خاله زوی ) له اختلاط او کډون او ملګرۍ څخه په کلکه ډډه کول ، د بيګانه خلکو نه د بدن د پټولو خبرو او کتلو حجاب کول ، د مخلطو او کډو مکتبونو ، پوهنتونو او دفترونو څخه په کلکه ډډه کول چې بيګا خلکو سره اختلاط عظيم فساد دی .
https://dawat610.com/archives/80
https://dawat610.com/archives/7868
https://dawat610.com/archives/9414
و الله سبحانه وتعالی اعلم