په روژه کې فلمونو او سريالونو کتل څه حکم لري ؟

السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته – په روژه مبارک مياشت کي څوک چي روژه دار وي او لوڅ فلمونه ګوري. روژه يي ماتيګي. وسلم – بلال
سلام وعلیکم ورحمته الله
په روژه کی بې شرمه فلمونه کتل ایا روزه ماتوي ؟
س. ز
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
رمضان المبارک د تقوی او صبر تربیوي مدرسه ده تر څو سړي د بدو کارونو څخه منع او تقوی اختيار کړي .
لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .
ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چغ فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چغ پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ ) .
بې شرمه فلمونه او سريالونه او شيطاني تېلويزيونه او شيطاني ويبپاڼې کتل هر وخت مطلق حرام دي تفصيل دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/12865
روژه نه ورباندې ماتيږي ، قضايي او کفاره نلري .
مګر د روژې ثواب او اجر کموي او يا يې په کامله توګه اجر او ثواب له مينځه وړي . او د روژې قبلېدل د خطر سره مخ کوي الله تعالی خبر دی چې داسې روژه قبلوي او که نه ځکه :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ليس الصيام عن الطعام والشراب وإنما الصيام من اللغو والرفث » (الحاکم ۱۶۰۴و ابن خزيمه ۱۹۹۵ ) .
ژباړه: د خوړلو او څښلو پرېښودل روژه نه ده بلکي روژه د لهو ، لغبو او بدو کارونو څخه ځان ساتل دي .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه » (رواه بخاري) .
ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبرې نه پريږدي نو الله تعالی ته د ده د خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .
بل ځای کې فرمايي : چې د داسې کس فقط لوږ په نسيب وي نور د روژې څه ثواب نشي وړلای .
رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلَّا الْجُوعُ. (رواه ابن ماجه).
نو مسلمان ته ښايي چې د داسې کارونو څخه هر وخت ځان وساتي او د الله تعالی د عذاب او نيولو څخه ووېريږي ، په خاصه توګه په روژه کې که څوک داسې کارونه تر سره کوي نو د پورته حديث په دليل الله تعالی د داسې کس روژې نيولو ته هيڅ ضرورت نلري چې خوله له خوړلو او څښلو بنده کړي وي او نور په هيڅ شي نه وي بند

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.