داسلامي لارښود درنو کارکونکو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
که مهرباني وکړۍ په دې اړه معلومات راکړئ چي دپيو په ضدکمپاین ترکومي کچي باوري دی اودمسمانانو په خیر دی ؟آیا دپولیو واکسين لګول جائز دی ؟؟؟
آیا هغه له نورووایرسونو مصئون دی که نه په دې اړه که مفصل معلومات راکړئ شفقت به مووي
جاويد تکل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي نړی معاصرو فقهاؤ د خطرناکو امراضو لکه پوليو ، تور زېړی وغيره لپاره واکسين کارول جايز بللي دي ځکه واکسين د مرض وقايه ده او په اسلامي شريعت کې وقايه د درملنې حکم لري .
ددې مسئلې تفصيل دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/4304
دا چې ايا موجوده واکسين د کيفيت له نظره صحي دي او که نه يا دا چې عوارض جانبي لري او که نه د مسلمانو ډاکترانو مسئوليت دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
يادونه : کومې پوښتنې چې پخوا ځواب شوې وي هغه ته د تکرار څخه د مخنيوې او د وخت ضايع کيدو له وجې ځواب نه ورکول کيږي ، مهرباني وکړئ يو ځل خپله پوښتنه د پانې په لټون کې ګورئ که مو پيدا نه کړه وروسته خپله پوښتنه را لېږئ .