سلام زما پوښتنه دا ده چی د نیکټایی اچول حرام دی او که څنګه که پدی هکله ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړی په درنښت – حکيم الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نيکټايې په اړه د نړې د معاصرو فقهاؤ راجح قول دا دی چې د نيکتايي اچول د مسلمان د پاره جايز نه دي ځکه نيکټايي د کافرانو خاص نښان او لباس دی او خاص کافرانو ته مخصوص دی ، مسلمان بايد د کافر هم مثله ځان جوړ نه کړي بلکې د کافر سره په صورت او سيرت کې فرق ولري .
نيکټايي اصلاً د کفارو خاص لباس او نښان ؤ چې وروسته په ضعيفو مسلمانانو کې رواج شو ، له بده مرغه په ننی عصر کې په مسلمانانو کې د کفارو تقليد مخ پر زياتيدو دی کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟ -البخاري!»
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
موقع اسلام السوال و جواب لیکی : نيکټايي د کفارو خاص لباس او خصلت دی مسلمان به د کفارو داسې لباس نه اغوندې چې هغه د کفارو خاص خلصت وي ، مسلمان به تر خپله وسه د هغه له اغوستلو ځان ساتي خو فرضاً که هغه ته مجبور شو نو بيا باک نه لري ان شآء الله )اسلام سوال وجواب ( .
الشبکة اسلامية : ليکي : په غرب کې اصلاً نيکټايي اغوستل يو رمز دی د ميړه اطاعت له خپلې ښځې څخه او دا لباس کافرانو ته خاص دی او ددې لباس اغوستل د کفارو سره په مشابهت يا تشبه کې دا خليږي کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي ) و من تشبه بقوم فهو منهم ( رواه احمد و ابوداود . ) الشبکة اسلامية ( .
مسلمانانو ته مو دا پيغام دی :چې د مسلمان د پاره مناسبه نه دی چې په اسلام باور ولري او بيا په غاړه کې د کفارو نښان واچوي .
ځنو خصوصي مکاتبو ته مو دا پيغام دی چې زمونږ معصومو اطفالو او ماشومانو ته د کفر نښان په غاړه کې مه وراچوﺉ او هغوی په دې ناولي لباس مه بدرنګوي