د نوي زږيدلي ماشوم څنګه استقبال کول پکار دي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
محترم!
زما سلامونه او نیکي هیلي ومني او هیله کوم چي زما  د پوښتني په باره کي مایه کافي معلومات راکړي زما پوښتنه داده چي دنوي ماشوم په لیدوسره باید څه عکس العمل وښودل شي؟
زه له تاسو ټولو جي په دي برخه کي کارکوي ډیره مننه کوم الله پاک دي درته جنتوه د پردوس درکړي ډیره مننه چي د خپلو مسلمانو وروڼو اسلامي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي ډیره مننه

فضل الرحمن صالح

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوي زږيدلي ماشوم د استقبال د پاره خو په شريعت کې څه خاص احکام ما ته معلوم نه دي مګر د هغه په غوږ کې اذان کول او هغه ته د خير دعا کول :

عن أبي موسى قال : ” ولد لي غلام ، فأتيت به إلى النبي صلى الله عليه وآله وسلم فسماه إبراهيم وحنكه بتمرة ودعا له بالبركة ودفعه إليّ ” . رواه البخاري ( 5150 ) ومسلم ( 2145 ) .

د ابی موسی رضی الله عنه نه روايت دی ، زما بچي پيدا شو ، هغه مې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته يوړ ، په هغه يې د ابراهيم نوم کيښود ، د هغه په خوله کې خرما ورکړه او هغه ته يې د خير او برکت دعا وکړه .

يعنې دا مستحب عمل دی چې کله نوی ماشوم پيدا شي هغه يو صالح کس ته ور وستل شي او د هغه په خوله کې څه خواږه شی لکه خرما يا شات ورکړل شي او هغه ته به د خير دعا وکړي .

همدارنګه په ښی غوږ کی آذان او په ګېڼ غوږ کې یې اقامت ويل :

په دليل د دغه حديث : عن عبيد اللّه بن أبي رافع، عن أبيه قال: رأيت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم أذن في أذن الحسن بن عليّ حين ولدته فاطمة بالصلاة.(ابوداود 5105 ) .

ځنی علماء د اقامت روايت ضعيف بولې (والله تعالی اعلم ) .

وروسته په اوله ورځ يا اومه ورځ به د نوم ايښودل ، عقيقه ، د سر خريل او ختنه احکام پيل کيږي

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/2590

https://dawat610.com/archives/2479

https://dawat610.com/archives/2678

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.