اول زما سلامونه قبول کړی وروسته دسلام نه زماپوشتنه داده چي
۱۔ يو خاوند د خپل خځي نوم بدلولي شي او کنه۔
۲۔ ما ه د خپل خځي نوم (عينا) خودلي دى چي په جنت کي حورا يا دحور نامه ده۔ او ځه دا نوم ډير خوخه وم او څرنګه چي ځما
خځه مونځګزار هم ده۔ آيا دا نوم روا دى او کنه۔
که ماته ځواب دستي راکړل شي مناسب به وي ۔ ستاسو ورور ا.ح عابد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نوم بدلول جواز لري .
نوم بدلول او دهغې پر ځای بل ښه نوم ايښودل جايز دي نبی کريم صلی الله عليه وسلم د څو صحابه کرامو نومونه بدل کړل او ښه نومونه يې ايښودی (۱) . کفايت المفتي
(۱) وکان رسول الله صلی الله عليه وسلم يغير الاسم القبيح الی الحسن جاء رجل يسمی احرم فسماه زرعة وجاء اخر اسمه المضطجع فسماه المنبعث وکانت لعمر بنت تسمی عاصية فیسماها جميلة (ردالمختار ۴۱۸/۶ ) .
همدارنګه پلار حق لري چې د خپلې لور نوم بدل کړي خو احکام پر هغه نوم جايري کيږي کوم چې په خلکو کې مشهور وي (کفايت المفتي پنځم جلد باب نکاح ) .
د داسې نومونو ايښودل جواز نه لري چې هغه شرکي معنی ولري لکه عبدالنبي عبدالرسول ،نبی بخش ،حسن بخش او داسې نومونه چې د کافرانو او مشرکانو وي دهغه ايښودل حرام دي . کفايت المفتي نهم جلد .
او بل داچې يو پر بل باندې داسې القاب او نومونه ايښودل چې هغه ورباندې خفه او په عصه کيږي حرام دي قوله تعالی :
وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ .. الحجرات ۱۱ ) او یو بل په بدو لقبو مه بولې .
يعنی داسې لقب چې يو مسلمان ورباندې خفه او په عصه کيږي لکه یهودۍ ، خره ،خوګه سپی وغيره
بايد مسلمان ورور په داسې لقب وبلل شي چې پرې خوشحاله شي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«من حق المؤمن علي المؤمن أن يسميه بأحب أسمائه إليه ….
يو له حق د مسلمان پر بل مسلمان دادی چې هغه په داسې نوم وبولي چې هغه دده د پاره ډير خوښ وي (انوارالقران پنځم جلد د الحجرات سورت تفسير ) .
نو که خپل نوم يې ښه نوم وي نو تغير ته څه ضرورت نشته .
تاسې چې کوم لقب ورته ټاکلی د احترام ،قدر په مقصد دی چې يو ښه کار دی .