د مسافرۍ پر مهال د روژې خوړل

لمړی تاسو ته سلامونه وایم بعد: ما کوشش وکړو چه ستاسو سیټ کی خپلی پښتنی ځواب پیداکړم خو ونه توانیدم

سوال :::: زه مسافر یم بل هیواد ته د ۴ کالولپاره راغلی  صرف دتحصیل لباره چه روژی کی ډوډی تیارول ما لباره مشکل دی ایا ما ته رواح ده چه روزه وخورم ا و کله چه واپس خبل هیواد ته لاړم قضایی وه نیسم  وسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

شرعاً مسافر هغه کس ته وايي چې د سفر نيت يې پنځلس ورځې يا نيمه مياشت يا تر هغه کم وي .

أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

مګر د چا چې نيت د نيمې مياشت څخه زيات ، څو مياشتې او څو کلونه وي هغه مقيم دی مسافر نه بلل کيږي ، هغه ته د روژې خوړل جايز نه دي .

که څوک د کوم عذر پرته يوه ورځ فرضي روژه وخوري که ټول عمر قضايي ونيسي ددې ورځې ثواب نشي پوره کولای .

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد (

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا (ثواب) نشي پوره کولای .

او د يوې ورځې قصدي روژې خوړلو کفاره دا ده چې دوې مياشتې پرلپسې به روژه نيسي او يا به شپيتو مسکينانو ته خوراک ورکوي .

د عبادت لپاره مناسب وخت ځواني ده او بيا د تحصيل دوران دی ځکه په دغو وختونو کې سړی د جسم له مخې توانا او د ډيرو مسئوليتونو څخه لرې وي ، نو پکار دا ده چې په دې مهم وخت کې غفلت ونه شي .

و بالله توفيق

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.