د مسئلې يا کسرونو د تصحيح يا صحي کېدو څخه مطلب دا دی چې داسې عدد پيدا کړو چې د ټولو وارثانو پر برخو داسې تقسيم شي چې کسري عدد ونلري ځنې وخت د ځېنو وارثانو برخې کسري يا عشاري راځې چې پوره عدد نه وي دا چې ټولو ته پوره پوره برخې ورسيږي او هيڅ کسري يا عشاري عدد ونلري ددې لپاره د مسئلې د تصحيح ضرورت دی .
مثلاً که دری لوڼې وي او د هغو 8 حصه ورسيږي نو 8/3=2.66 کسري يا عشاري عدد راځي .
مثال :
6 |
6 |
تشريح |
||
1/6 |
مور |
1 |
1 |
|
عصبه |
لور |
5 |
1 |
د لوڼو او زوی برخه :2×2+1=5 ليدل کيږي چې په دې مسئله کې انکسار نشته اصل مسئله 6 او برخې هم 6 دي د 5 عدد پوره تقسيميږي . |
زوی |
2 |
|||
زوی |
2 |
مګر که چېرې اصل مسئله د برخو د مجموع سره برق ولري او پر برخو پوره نه تقسميږي تصحيح د مسئلې ته ضرور دی لکه په لاندې مثال کې :
x4 |
6 |
24 |
24 |
تشريح |
|
1/6 |
مور |
1 |
4 |
4 |
|
عصبه |
زوی |
5 |
20 |
10 |
د لوڼو او زوی برخه :2+1+1=4 ليدل کيږي چې په دې مسئله کې انکسار دی د 4عدد پر 5 باندې پوره نه ويشل کيږي د مسئلې د صحي کولو لپاره د عصبی شمير چې4 دی پر ټولو برخو کې ضربوو . |
لور |
5 |
||||
لور |
5 |
د مور برخه : 4×1=4
د عصبې برخه :4×5=20
د لور برخه :20÷4=5
د زوی برخه د لور دوه برابره :5×2=10
کچېرې تر يو زيات د جلا برخو د عصبې ګروپونه وي نو د څو ګروپونو د پاره يو مشترک عدد ټاکو چې د عصبې د هر ګروپ د مجوع پر عدد باندې د ويشلو وړ وي لکه په لاندې مثلانو کې :
د 3 او 6 مشترک عدد 6 دی x6 |
6 |
36 |
36 |
|||
1/6 |
مور |
1 |
6 |
6 |
||
3 |
1/3 |
مورنۍ ورور |
2 |
12 |
4 |
|
مورنۍ ورور |
4 |
|||||
مورنۍ ورور |
4 |
|||||
6 |
عصبه |
تره |
3 |
18 |
3 |
|
تره |
3 |
|||||
تره |
3 |
|||||
تره |
3 |
|||||
تره |
3 |
|||||
تره |
3 |
پس د مسئلې د صحت حاصل (6×6=36) شو .
د مور برخه :6×1=6
د مورني ورور برخه : 6×2=12÷3=4
3 عدد د وروڼو تعداد دی .
د تره برخه :6×3=18÷6=3
حاصل دا چې برخې مو کوچنی کړې د کسر او عشاري برخې مخه مو ونيوه .