نن ورځ د تاریخ له پاڼو، د محرم ۱۰مه او د کربلا غمجنه پېښه.
نن د روان هجري قمري کال د محرم لسمه ده، د ۶۱ ه ق د محرم په لسمه د کربلا د درې ورځنۍ معرکې د پای ورځ وه، هغه معرکه چې د حضرت حسین رضی الله عنه په شمول پکې د اهل بیت رضوان الله علیهم اجمعین زیات شمېر کسان او د دوی ملګري شهیدان شول.
په دې مقاله کې یادې پېښې ته هر اړخیزه کتنه شوې ده. 👇🏼
د حسین رضی الله عنه شهادت
ژباړه: عمر موحد
حسین بن علي بن ابي طالب د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور زوی (لمسی) وو، چې له خپل مشر ورور حسن بن علي رضی الله عنهما وروسته د څلورم هجري کال په شعبان میاشت کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د ۶۱ هجري کال د محرم میاشتې په ۱۰ نېټه په کربلا کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. دی په کوچنیوالي کې له رسول الله صلی الله سره پاتې شوی وو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت پر مهال لا کوچنی هلک وو.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د مسلمانانو خلیفه ګانو ابوبکر صدیق رضی الله عنه، عمر فاروق رضی الله عنه او عثمان بن عفان رضی الله عنه هم د ده او د اهل بیت ډېر درناوی کاوه. دی د خپل پلار علي بن ابي طالب رضی الله عنه د خلافت پر مهال له هغه سره پاتې شو، له هغه یې روایتونه وکړل، د خپل پلار په اطاعت کې پاته شو تر هغه چې پلار یې د جاهلو خوارجو په لاس شهید شو.
کله چې حسن رضی الله عنه د معاویه رضی الله عنه په ګټه له خلافت ګوښه شو، حسین رضی الله عنه د خپل ورور له دې پرېکړې سره موافق نه وو خو د خپل ورور په خاطر یې سکوت غوره کړ.
د حسن رضي الله عنه له وفات وروسته یې د هغه لښکر ملګرتیا وکړه چې معاویه رضی الله عنه د بیزانس پلازمینې قسطنطنیه د محاصرې لپاره لېږلی وو، او په پوره مېړانه یې جګړه وکړه خو کله چې معاویه د خپل زوی یزید لپاره بیعت واخیست، حسین رضی الله عنه له یزید سره بیعت ونکړ، ځکه د ده په نظر تر یزید ډېر وړ کسان نور هم ول، نو له مدینې د مکې په لور ولاړ، هغه مهال د نړۍ پر مخ هېچا په فضل او مرتبې کې له ده سره برابري نه شوی کولی.
د کوفې خلکو لیکونه
له دې خبرې د عراق خلک هم خبر شول چې حسین رضی الله عنه له یزید بن معاویه سره بیعت نه دی کړی، عراقیانو یزید بن معاویه او حتی معاویه رضی الله عنه نه غوښت، په حقیقت کې دوی له علي رضی الله عنه او د هغه له زامنو پرته بل څوک نه قبلول، په دې خاطر یې حسین رضی الله عنه ته لیکونه ولېږل او ټولو په خپل لیکونو کې ویل: موږ له تا سره بیعت کړی او یوازې تا غواړو، او موږ له یزید سره بیعت نلرو، بلکې زموږ ټولو بیعت تاسره دی.
حسین رضی الله عنه ته دومره لیکونه ورسېدل چې شمېر یې له پنځه سوو زیات شو، او دا ټول لیکونه د کوفې خلکو ده ته لېږل او له ده یې غوښتنه کوله چې د دوی خواته ورشي.
حسین رضی الله عنه د خپل تره زوی مسلم بن عقیل بن ابي طالب ولېږلو چې وضع وارزوي او په حقیقت ځان پوه کړي، کله چې مسلم بن عقیل کوفې ته ورسېد، پوښتنې او پلټنې یې وکړې تر هغه چې پوه شو د کوفې خلک یزید نه بلکې حسین رضی الله عنه غواړي.
مسلم د هانئ بن عروه په خوا کې پاته شو، خلک به ډله ډله راتلل، او له ده سره به یې د حسین رضی الله عنه په استازیتوب بیعت کولو. هغه مهال د یزید له لوري نعمان بن بشیر د کوفې امیر وو، کله چې خبر شو مسلم بن عقیل په کوفه کې دی او خلک ډلې ډلې ورځي او له حسین رضی الله عنه سره بیعت کوي، خاصه پاملرنه یې ورته ونکړه او دا قضیه یې مهمه ونه بلله، تر هغه چې خلک د یزید خواته شام ته ورغلل او قضیه یې د هغه تر غوږونو ورسوله او دا یې وویل چې خلک له مسلم بن عقیل سره بیعت کوي او نعمان بن بشیر هېڅ ورته پاملرنه نه کوي.
یزید، نعمان بن بشیر د کوفې له امارت لرې او پر ځای یې عبیدالله بن زیاد چې د بصرې امیر وو، د بصرې او کوفې د امیر په توګه معرفي کړ، او هغه یې د قضیې د حل لپاره کوفې ته واستاوه.
عبیدالله بن زیاد د شپې مهال په داسې حال کې چې نقاب یې په مخ وو، کوفې ته ننوت، دی به چې کله د خلکو له څنګه تېرېدو نو پر هغوی به یې سلام کاوه او هغوی به یې په ځواب کې ویل: وعلیک السلام یا ابن بنت رسول الله، خلکو ګمان کاوه چې حسین دی او د شپې مهال په پټ ډول په داسې حال کې چې نقاب یې په مخ دی، کوفې ته دننه شوی.
د عبیدالله بن زیاد توطئه او د کوفې خلکو خیانت
عبیدالله بن زیاد له وضعیته پوه شو چې قضیه ډېره جدي ده او خلک د حسین رضی الله عنه په انتظار دي، خپلې ماڼۍ ته ولاړ او خپل غلام معقل یې مؤظف کړ چې ومومي څوک د دې کار مشري کوي. معقل ولاړ او په دروغو یې ځان د حمص یو اوسېدونکی معرفي کړ چې درې زره دیناره یې له ځان سره حسین رضی الله عنه ته راوړي، هغه پلټنې او پوښتنې کولې تر هغه چې دی یې د هانئ بن عروه کور ته وروست، کور ته ننوت، مسلم بن عقیل یې ولیدو او بیعت یې ورسره وکړ او درې زره دیناره یې هم ورته وسپارل، معقل څو ورځې پر لپسې د مسلم بن عقیل خواته تګ راتګ کاوه تر هغه چې د دوی په برنامې بشپړ پوه شو، وروسته له هغې عبید الله بن زیاد ته راغی او ټوله قصه یې ورته وکړه.
وروسته له هغې چې ډېرو خلکو له مسلم بن عقیل سره بیعت وکړ، ده حسین رضی الله عنه ته پیغام واستاوه چې هر څه چمتو دي، په همدې خاطر حسین رضی الله عنه د ذې الحجه په اتمه ورځ د کوفې په لور روان شو.
عبید الله چې د مسلم له کارونو خبر وو، امر وکړ چې هانئ بن عروه ورته راولي، هانئ یې ورته راوست، عبیدالله ترې پوښتنه وکړه، مسلم بن عقیل چېرې؟ ورته یې وویل: نه پوهېږم.
عبیدالله خپل غلام معقل ته غږ کړ، هغه راغی، ورته يې وویل: دا (مسلم بن عقیل ) پېژنې؟ معقل وویل: هو، هانئ پوه شو چې عبیدالله بن زیاد ورسره چل کړی او غولولی یې دی.
عبیدالله بن زیاد وویل: مسلم بن عقیل چېرې؟
هانئ بن عروه وویل: قسم په الله چې که زما تر پښو لاندې هم وي، پښې مې نه پورته کوم، عبیدالله بن زیاد هغه زیات شکنجه کړ، وروسته یې امر وکړ چې زنداني یې کړي.
دا خبر مسلم بن عقیل ته ورسېد، هغه له څلور زره پوځ سره راووت او د عبیدالله بن زیاد ماڼۍ یې محاصره کړه، له ده سره د کوفې خلک راووتل، دغه وخت د خلکو مشران او ملکان له عبیدالله بن زیاد سره ول، ده د خلکو د مشرانو او ملکانو د تطمېع او د شام له لښکرو د ډارولو له لارې هغوی ته وویل چې خلک د مسلم له ملاتړ په شا کړي، په همدې خاطر مشرانو او ملکانو له خلکو وغوښتل چې د مسلم له ملاتړ لاس په سر شي، مسلم بن عقیل سره څلور زره لښکر وو چې شعار یې (یا منصور امت) وو، مشرانو او ملکانو همداسې خلک د مسلم له ملاتړ لاس اخیستو ته هڅول تر هغه چې ورو ورو خلک تیت پرک شول.
ښځې به راتلې خپل زامن به یې له ځان سره بېول، سړي به راتلل خپل وروڼه به یې له ځان سره کړل او د قوم مشر به راغی او خلک به یې د مسلم له ملاتړ منع کړل، تر هغه چې له څلور زرو خلکو یوازې دېرش تنه له مسلم بن عقیل سره پاته شول! لا لمر سر نه و راپورته کړی چې مسلم یوازې پاته شو او ټولو خلکو دی پرېښود. مسلم به د کوفې په کوڅو کې یوازې ګرځېدو او په دې نه پوهېدو چې چېرې ولاړ شي، د یوه کور دروازه یې وټکوله، یوې ښځې چې د کور څښتنه او د کنده له قبیلې وه، دروازه خلاصه کړه، ده ترې اوبه وغوښتې، ښځه حیرانه شوه او ورته یې وویل: ته څوک یې؟
ویې ویل: زه مسلم بن عقیل یم او ټوله قصه یې ورته تېره کړه، او دا یې هم وویل چې خلکو زه یوازې پرېښودم او حسین رضی الله عنه به ډېر ژر راشي، ځکه ده ورته احوال ورکړی وو چې راشي، هغې ښځې مسلم د څنګ یوې کوټې ته کړ، اوبه او خوراک یې ورته راوړ، خو د ښځې زوی ولاړ او عبیدالله بن زیاد یې د مسلم بن عقیل له ځایه خبر کړ، عبیدالله اویا تنه پسې ولېږل او هغوی دی محاصره کړ.
مسلم له هغوی سره جګړه وکړه خو په پای کې وروسته له هغه چې امان یې ورکړ، تسلیم شو، هغه یې ونیولو او د عبیدالله بن زیاد ماڼۍ ته یې بوتلو، کله چې مسلم دننه ورغی، عبیدالله بن زیاد ترې پوښتنه وکړه چې د پاڅون لامل یې څه دی؟
ده ورته وویل: له حسین بن علی سره مو بیعت کړی.
عبیدالله وویل: زه دې وژنم، مسلم وویل: ما پرېږده چې وصیت وکړم، ویې ویل: وصیت وکړه، مسلم خپل شاوخوا ته وکتل او عمر بن سعد بن ابي وقاص یې ولیدو ورته یې وویل: ته له ټولو خلکو په خوېښۍ کې رانږدې یې راشه چې تاته یوه سپارښتنه وکړم، هغه یې یوې ګوښې ته کړ او سپارښتنه یې ورته وکړه، حسین رضی الله عنه ته پیغام واستوي چې بېرته وګرځي. عمر بن سعد بن ابي وقاص یو کس د حسین رضی الله عنه په لور واستاوه چې خبر یې کړي کار خلاص شو او د کوفې خلکو ورسره دوکه وکړه. مسلم بن عقیل د عرفې په ورځ شهید کړی شو (انا لله و انا الیه راجعون ). حسین رضی الله عنه د ذې الحجه په اتمه د مسلم بن عقیل له شهادت یوه ورځ وړاندې له مکې خوځېدلی وو.
کوفې ته تګ
ډېری صحابه کرامو هڅه وکړه حسین رضی الله عنه کوفې ته له تګ راوګرځوي؛ عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، عبدالله بن عمرو بن عاص، ابو سعید خدری، عبدالله بن زبیر او د حسین ورور محمد حنفیه رضی الله عنهم، دغه ټول چې کوفې ته د حسین رضی الله عنه د تګ له قصده خبر شول، منع یې کړو.
کله چې حسین رضی الله عنه وغوښتل کوفې ته ولاړ شي، عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ورته وویل: که خلکو ما او تاته پېغور نه راکولی نو د سر له وېښتانو مې نیولې او نه مې پرېښودې چې ولاړ شې. شعبي وايي، ابن عمر رضی الله عنه په مکې کې و، خبر یې کړو چې حسین رضی الله عنه د عراق په لور خوځېدلی، عبدالله بن عمر ورپسې وخوځېدو او له مکې د دریو ورځو په واټن ورورسېدو، حسین رضی الله عنه ته یې وویل: غواړې چېرې ولاړ شې؟ ویې ویل: عراق ته، او هغه لیکونه یې وروښودل چې د عراق خلکو ورته لېږلي ول او پکې یې څرګنده کړې وه چې دوی له ده سره دي، ویې ویل: دغه یې لیکونه دي او له ما سره یې بیعت کړی ( د عراق خلکو له ده سره دوکه کړې وه).
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ورته وویل: د دوی خواته مه ورځه… حسین رضی الله عنه یې خبره ونه منله او بېرته را ونه ګرځېدو، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما په غېږ کې ونیو او په ژړا کې یې ورته وویل: له وژل کېدو دې الله ته سپارم.
د کربلا پېښه:
حسین رضی الله عنه د هغه استازي له خولې چې عمر بن سعد ورلېږلی وو د مسلم له وضعې خبر شو، غوښتل یې بېرته ستون شي، د مسلم بن عقیل له زامنو سره یې خبرې وکړې، خو دوی وویل: نه، قسم په الله بېرته نه ستنېږو مګر دا چې د خپل پلار انتقام مو اخیستی وي.
حسین رضی الله عنه د هغوی نظر تأیید کړ.
عبیدالله بن زیاد چې خبر شو حسین رضی الله عنه د دوی په لور ورروان دی، حُرّ بن یزید التمیمي ته یې امر وکړ چې له زرو تنو سره ولاړ شي او د حسین رضی الله عنه مخه ونیسي، حر وخوځېدو او قادسیې ته نږدې له حسین رضی الله عنه سره مخامخ شو، ورته یې وویل: چېرې ځې اې د رسول الله د لور زویه؟ حسین رضی الله عنه وویل: عراق ته ځم.
ورته یې وویل: بېرته ستون شه چې خدای مې له تاسره د جګړې په ګناه اخته نکړي! له کوم ځایه چې راغلی یې بېرته ستون شه، یا شام ته ولاړ شه چې یزید هلته دی خو کوفې ته مه راځه.
حسین رضی الله عنه ونه منله؛ دی به د عراق په لور راتلو او حر بن یزید به ورته مزاحمت کاوه او منع کولو به یې.
حسین رضی الله عنه ورته وویل: له ما لرې شه، مور دې په تا بوره شي.
حر بن یزید ورته وویل: قسم په الله که له تا پرته بل عرب، دغه خبره کړې وی، دی او مور دواړه مې قصاص کول، خو څه به ووایم چې مور دې د نړۍ د ښځو سرداره ده.
په دې وخت کې حسین رضی الله عنه ودرېدو او د عمر بن سعد څلور زره تنه لښکر هم راورسېدو، حسین رضی الله عنه پوښتنه وکړه، دا کوم ځای دی؟ ورته وویل شول، کربلا، ویې ویل: کرب دی او بلا.
کله چې د عمر بن سعد لښکر راورسېدو، حسین رضی الله عنه ته یې وویل، له ما سره عراق ته ولاړ شه چې عبیدالله بن زیاد هلته دی، خو حسین ونه منله، کله یې چې ولیدل خبره ډېره جدي ده، عمر بن سعد ته یې وویل:
زه تاسو ته په دریو شیانو کې اختیار درکوم، یو یې پکې انتخاب کړی، ورته یې وویل: هغه څه دي؟
حسین رضی الله عنه وویل: اول دا چې پرېږدی بېرته ستون شم، یا د جهاد لپاره د مسلمانانو خاورې یوه سرحد ته ولاړ شم، او درېیم دا چې یزید ته ورشم او ورسره خبرې وکړم.
عمر بن سعد وویل: ښه ده، ته یزید ته پیغام واستوه، او زه څوک عبیدالله بن زیاد ته لېږم، ګورو چې څه کېږي. عمر بن سعد یو کس عبیدالله بن زیاد ته ولېږو خو حسین څوک یزید ته ونه لېږل، کله چې قاصد عبیدالله بن زیاد ته راغی او خبر یې کړ چې حسین رضی الله عنه وايي زه په در یو شیانو کې اختیار درکوم یو پکې انتخاب کړی، عبیدالله بن زیاد وویل: هر یو چې حسین رضی الله عنه انتخاب کړ زموږ قبول دی. شمر بن ذی الجوش چې د عبیدالله بن زیاد له نږدې کسانو وو، وویل: نه، قسم په الله مګر دا چې ستا حکم ومني، عبیدالله بن زیاد یې په خبرو دوکه شو او ویې ویل: هو، باید زما حکم ومني ( یعنې باید کوفې ته راشي او زه یې خپله شام یا یوه سرحد او یا هم بېرته مدینې ته لېږم).
عبیدالله بن زیاد، شمر بن ذی الجوشن واستاوه او ورته وویل: ولاړ شه چې زما امر ته غاړه کېږدي، که عمر بن سعد ومنله خو ښه که نه د هغې پر ځای ته قومندان یې.
عمر بن سعد د څلور زرو تنو لښکر په مشري ري ته روان وو، عبیدالله بن زیاد ورته وویل اول د حسین کار خلاص کړه بیا ري ته ولاړ شه. عبیدالله ورسره ژمنه کړې وه چې د ري حکومت ورته وسپاري، شمر بن ذی الجوشن د کربلا په لور حرکت وکړ؛ کله یې چې حسین رضی الله عنه خبر کړ چې باید د عبیدالله بن زیاد حکم ته غاړه کېږدي، ویې نه منله او ویې ویل: نه! قسم په الله هېڅکله به د عبیدالله بن زیاد حکم ته تسلیم نه شم.
د حسین ملګري دوه اویا تنه سپاره او د کوفې لښکر پنځه زره تنه ول، کله چې دواړه لوري یو بل ته مخامخ ودرېدل حسین د ابن زیاد لښکر ته وویل: خپلو ځانونو ته مو وګورئ آيا له تاسو سره ښايي چې زما په څېر له یو کس جګړه وکړئ؟ حال دا چې زه ستاسو د پیغمبر د لور زوی یم او د زمکې پر مخ له ما پرته د پیغمبر د لور بل زوی نه شته، او رسول الله ما او زما ورور ته ویلي: دا دواړه د جنت د ځوانانو سرداران دي.
حسین رضی الله عنه دوی همداسې هڅول چې له عبیدالله بن زیاد رابېل او د ده په خوا کې ودرېږي، په دې توګه د دوی۳۰ تنه له حسین رضی الله عنه سره یو ځای شول چې یو پکې حر بن یزید التمیمي وو. حر بن یزید ته یې وویل: ته له موږ سره راغلې په داسې حال کې چې زموږ په مخکنیو لیکو کې وې او اوس حسین ته ورځې؟! حر بن یزید وویل: وای پر تاسو! قسم په الله له دوزخ او جنت مې باید یو انتخاب کړی وی، او قسم په الله چې هېڅ څه ته به پر جنت ترجېح ورنکړم که څه هم ټوټې ټوټې شم یا مې وسوځوئ! وروسته حسین رضی الله عنه د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه اداء کړل، د ابن زیاد ملګرو هم په ده پسې لمونځ په جماعت وکړ، ده ورته ویلي ول چې یو امام له موږ او یو امام له تاسو، خو دوی وویل: نه، بلکې موږ هم په تا پسې لمونځ کوو، په دې توګه یې د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه په حسین رضی الله عنه پسې وکړل.
لمر لوېدو ته لږ وخت پاته وو چې دوی له آسانو سره حسین رضی الله عنه ته ورنږدې شول، حسین رضی الله عنه چې دوی ولیدل، ویې ویل: دا څه دي؟! ورته وویل شول: هغوی مخکې راغلي، ویې ویل: دوی ته ورشئ او ورته ووایئ چې څه غواړي؟ نو شل تنه په آس سپاره چې یو یې د حسین رضی الله عنه ورور عباس بن علي رضی الله عنهما وو، ورغلل، خبرې یې ورسره وکړې او ویې پوښتل چې څه غواړي؟ هغوی ورته وویل: یا دې حسین تسلیم شي او د عبیدالله بن زیاد امر دې ومني یا هم ورسره جنګېږو. ورته یې وویل: موږ ځو او ابا عبدالله خبروو، بېرته د حسین رضی الله عنه خواته راوګرځیدل او خبر یې کړ، حسین رضی الله عنه وویل: ورته ووایئ چې نن شپه فرصت راکړي چې له خپل خدای سره راز او نیاز وکړم او لمونځ وکړم، ځکه خوښېږي مې چې د خپل خدای لپاره لمونځ وکړم؛ حسین رضی الله عنه او یارانو یې ټوله شپه په دعاء، لمانځه او استغفار تېره کړه.
د راتلونکې ورځ (جمعې) په سهار چې کله حسین رضی الله عنه ځواب ورکړ چې ابن زیاد ته نه تسلیمېږم، د دواړو ډلو تر منځ جګړه پیل شوه، داسې جګړه چې ډېره نابرابره وه، د حسین رضی الله عنه ملګرو چې ولیدل نه شي کولی له دومره ستر پوځ سره وجنګېږي نو یوازینی هدف یې دا وو چې حسین رضی الله عنه ته د دښمن د رسېدو مخه ونیسي او دفاع ترې وکړي او یو په بل پسې د حسین رضی الله عنه په دفاع کې وژل کېدل تر هغه چې ټول ووژل شول او له حسین رضی الله عنه پرته څوک پاته نه شول.
شهادت
وروسته له هغې چې د حسین رضی الله عنه ټول یاران یو په بل پسې د ده په دفاع کې شهیدان شول او دی یوازې پاته شو، تر ډېرې مودې څوک ده ته نه نږدې کېدل او هېچا نه غوښتل چې لاسونه یې د حسین رضی الله عنه په وینو سره شي، تر هغه چې شمر بن ذی الجوشن (قبحه الله) راغی او چیغې یې کړې، وای پر تاسو!
میندې مو په تاسې بورې شه! محاصره یې کړئ، ویې وژنئ!، راغلل او حسین رضی الله عنه یې محاصره کړ، ده د زمري په شان د دوی په منځ کې خپله توره چلوله تر هغه چې ډېر کسان یې ووژل، خو بیا هم زیات شمېر پر شجاعت غالب کېږي.
په دې وخت کې شمر (قبحه الله) بیا غږ وکړ په تاسو څه شوي، څه ته منتظر یاست؟! مخکې ورشئ!، د حسین رضی الله عنه په شاوخوا ډېر کسان ورټول شول او بالاخره یې زموږ د خوږ پیغمبر خوږ لمسی په ډېر مظلومانه توګه شهید کړ، انا لله و انا الیه راجعون، هغه څوک چې حسین رضی الله عنه یې شهید او سر یې له تنه بېل کړ سنان بن انس نخعي وو، او ویل کېږي چې شمر بن ذی الجوشن بیا هغه وواژه.
له شهادت وروسته یې د حسین رضی الله عنه سر عبیدالله بن زیاد ته راوړ، د عبیدالله بن زیاد په لاس کې چې کوم لرګی وو هغه به یې د حسین رضی الله عنه په خوله کې دننه کړ او وبه یې ویل: که څه هم تر ټولو ښه او غوره خوله ده. انس بن مالک رضی الله عنه چې هلته ناست وو، پاڅېدو او ویې ویل: قسم په الله چې تا به رسوا کړم، ما د الله رسول لیدلی چې د حسین رضی الله عنه د خولې هغه ځای یې ښکل کړ چې ته پکې لرګی وهې.
ابراهیم النخعي رضی الله عنه وایي: که زه د حسین د قاتلانو له ډلې وی او جنت ته تللی، له شرمه به مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څېرې ته نشوی کتلی.
د حسین رضی الله عنه ملګري:
له حسین رضی الله عنه سره د اهل بیت ډېر کسان شهیدان شول چې شمېر یې اته لس تنو ته رسېږي، په دې کې حسین، جعفر، عباس، ابوبکر، محمد او عثمان د علي بن ابي طالب رضی الله عنه زامن، عبدالله او علي اکبر (علي اکبر، علي زین العابدین نه دی) د حسین رضی الله عنه زامن، عبدالله، قاسم او ابوبکر د حسن رضی الله عنه زامن، جعفر، عبدالله، عبدالرحمن د عقیل زامن، عبدالله د مسلم بن عقیل زوی، عون او محمد د عبدالله بن جعفر زامن شامل ول چې دا ټول په کربلا کې شهیدان شول یوازې مسلم بن عقیل په کوفه کې ووژل شو.
آیا یزید د حسین د وژلو نیت درلود؟!
یزید په مستقیم ډول د حسین رضی الله عنه په شهادت کې لاس نه درلود، نه غواړو له یزید دفاع وکړو بلکې حقیقت څرګندوو او ترې دفاع کوو. یزید عبیدالله بن زیاد واستاوه چې پرېنږدي حسین کوفې ته ورسېږي او د حسین رضی الله عنه د وژلو امر یې ورته ونکړ، بلکې خپله حسین رضی الله عنه هم د یزید په اړه ښه ګمان درلود او ویې ویل: ما پرېږدئ چې د یزید خواته ورشم او لاس مې یې په لاسونو کې کېږدم.
د اهل نقل په اتفاق یزید بن معاویه د حسین د وژلو امر ونکړ بلکې ابن زیاد ته یې ولیکل چې حسین ته اجازه مه ورکوئ پر عراق واکمن شي، او کله چې یزید د حسین رضی الله عنه له وژل کېدو خبر شو له دې فاجعې او غمیزې دردمن او ناقراره شو او په خپل کور کې یې وژړل. یزید د دوی ښځې اسیرې نه کړې بلکې د حسین رضی الله عنه د اهل بیت درناوی یې وکړ او خپلو ښارونو ته یې په عزت رخصت کړې. مګر هغه روایات چې وايي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اهل بیت ته سپکاوی شوی او اسیرې شوې او شام ته بېول شوې، ټول بې اصل او اساس دي، بلکې بني امیه د بني هاشم ډېر قدر کاوه، د بېلګې په توګه کله چې حجاج بن یوسف له فاطمې بنت عبدالله بن جعفر سره واده وکړ، عبدالملک بن مروان ونه مانه او حجاج ته یې امر وکړ چې هغې ته طلاق ورکړي، بني امیه د بني هاشم ډېر قدر کاوه او هېڅکله د بني هاشم کومه ښځه نده اسیره شوې.
په دې خاطر هاشمي ښځې هغه مهال د احترام وړ او قدرمنې وې، او هغه چې وايي، یزید د اهل بیت ښځې اسیرې کړې او د جنګي اسیرانو په توګه یې کنیزانې کړې، هېڅ صحت نلري، او هغه چې ویل شوي د حسین رضی الله عنه سر یزید ته لېږل شوی هم واقعیت نلري، بلکې د حسین رضی الله عنه سر د عبیدالله بن زیاد سره په کوفه کې پاته شو، حسین رضی الله هملته دفن شو، د ښخېدو ځای یې دقیق نه دی معلوم خو مشهوره دا ده چې حسین رضی الله په کربلا کې چېرې چې شهید شو، ښخ شوی.
د یزید په اړه د اهل سنت دریځ
کولی شو د یزید په اړه د اهل سنت دریځ د امام ذهبي رحمه الله په دې خبره کې خلاصه کړو چې: نه ورسره مینه کوو او نه هم پرې لعنت وایو، ځکه له یوې خوا یې کفر نه دی ثابت او حتی د فاسق ګڼل کېدو په اړه یې هم کوم دلیل نشته چې دا هم باید ثابت شي او ټول هغه روایات چې د ده شراب څښلو، فسق او فجور په اړه نقل کېږي ضعیف او د استناد وړ نه دي، او له بلې خوا ده په ځینو پرېکړو کې سترې تېروتنې وکړې او ځینې نامناسب او بد کسان یې د خلکو په امورو وټاکل چې د کربلا غمجنې پېښې د رامنځته کېدو باعث هم شوې او دی یې په غیر مستقیم ډول باعث شو او په همدې دلیل اهل سنت ورسره مینه نه کوي او ورباندې ګران نه دی.
همدارنګه اهل سنت پرې لعنت هم نه وايي ځکه پر هغه مړي لعنت ویل روا نه دي چې خدای او رسول یې نه وي لعنت کړی، ځکه کله چې ابوجهل ته بد وویل شول، رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: مړو ته بد مه وایئ، ځکه دوی چې څه کړي هغه ته رسېدلي. (بخاري، ۱۳۹۳)
او د الهي دین اساس هم پر ښکنځلو نه دی ولاړ، بلکې اسلام پر اخلاقي ښېګڼو ولاړ دی، په دې خاطر بد ویل او ښکنځل په دین کې نشته بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: مسلمان ته بد ویل فسق دی او ورسره جنګېدل کفر، ( دلته کفر د سترې ګناه په معنی دی، نه له دین د وتلو)
نو یوه مسلمان ته بد ویل فسق دی، او هېچا نه دي ویلي چې یزید له اسلام وتلی دی، بلکې چې ډېر ووايي وايي یزید فاسق دی، چې فسق یې هم باید ثابت شي او خدای پرې ښه پوهېږي، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه لومړی لښکر بخښل شوی چې د قیصر ښار سره جګړه کوي، د دې لښکر قومندان یزید بن معاویه وو او ویل کېږي چې د اصحابو ستر ستر شخصیتونه لکه ابن عمر، ابن زبیر، ابن عباس، ابو ایوب او خپله حسین بن علي رضی الله عنه په دې جنګ کې د یزید ملګري ول، دغه جنګ په ۴۹ هـ کال کې پېښ شو.
اهل سنت دې غمیزې ته په کومه سترګه ګوري؟
هغه څه چې الله تعالی مقدر کړي وي، پېښېږي که څه هم خلک ونه غواړي، او د حسین رضی الله عنه وژل کېدل د پیغمبرانو له وژل کېدو لوړ نه دي، د یحیی بن زکریا علیه السلام سر د یوې بدلمنې ښځې د مهریې په توګه وړاندې شو او زکریا یې ووژلو، د موسی علیه السلام او عیسی علیه السلام د وژلو هڅه هم شوې او ځینې نور پیغمبران هم وژل شوي، او همدارنګه عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم وژل شوي چې دا ټول له حسین رضی الله عنه په فضیلت کې لوړ ول.
په دې اساس روا نه دي چې که څوک د حسین رضی الله عنه شهادت رایادوي نو خپل مخ ووهي او خپل ګرېوان څېرې کړي، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې ټولو کارونو منع کړې، فرمايي: څوک چې خپل مخ ووهي او ګرېوان څیرې کړي له موږ نه دی (بخاري ۱۲۹۴)
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه له هغې ښځې بېزار یم چې د مصیبت پر مهال چیغې وهي، خپل وېښتان وباسي او خپل ګرېوان څیرې کوي. (مسلم ۱۶۷)
او ویې فرمایل: نوحه ویونکی که توبه ونکړي نو د قیامت په ورځ داسې حشر کېږي چې د مس ویلي شوی کمیس یې پر تن وي. (مسلم ۹۳۴)
په دې اساس کله چې مسلمان له مصیبتونو سره مخ کېږي، هغه څه وايي چې الله تعالی فرمایلي: ﴿ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَٰبَتهُم مُّصِيبَةٞ قَالُوٓاْ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيهِ رَٰجِعُونَ١٥٦﴾ [البقرة: 156].
هغوی چې کله ورته مصیبت رسېږي، وايي: موږ د الله یو، او د هغه لوري ته ورګرځو!.
د عاشورا روژه:
علماء اتفاق لري چې د عاشورا ورځې روژه سنت ده.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت دی چې فرمايي: د رمضان له روژې وروسته تر ټولو ښه روژه د محرم میاشتې روژه ده. (د مسلم په روایت)
همدارنګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت دی چې ویې فرمایل: ( زه داسې ګمان کوم چې د عاشورا ورځې روژه د تېر کال د ګناهونو کفاره ده، (د مسلم په روایت)
رسول الله صلی الله علیه وسلم یهود او نصاری سره د مخالفت په خاطر د عاشورا له ورځې سره یو ځای د محرم د نهمې ورځې په روژې هم استحبابا امر کړی. (ځکه یهود او نصاری یوازې د عاشورا ورځ روژه نیوله)، له ابن عباس رضی الله عنه روایت دی چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا روژه ونیوله او خلک یې ورته وهڅول، خلکو وویل یهود او نصرانیان هم د دې ورځې قدر او درناوی کوي! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ان شاءالله که بل کال ته ژوندي وو د محرم نهمه ورځ به هم روژه ونیسو، ابن عباس رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د بل کال تر رارسېدو وړاندې له نړۍ رحلت وکړ… (د مسلم په روایت)
د عاشورا ورځې د روژې حکمت
عبدالله بن عباس رضی الله عنهما د عاشورا ورځې د روژې حکمت داسې بیانوي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ، یهود یې ولیدل چې د عاشورا په ورځ روژه نیسي، پوښتنه یې ترې وکړه: ( دا کومه ورځ ده؟) ورته یې وویل: د نېکۍ ورځ، هغه ورځ ده چې الله تعالی بني اسرائیل له دښمن وژغورل، په دې خاطر موسی علیه السلام په دې ورځ روژه ونیوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه له تاسو موسی ته ډېر نږدې یم. همدا وه چې په دغه ورځ یې روژه ونیوه او خپل امت ته یې هم د دې ورځې د روژې نیولو امر وکړ. (بخاري 58/3 )
د عاشورا په اړه د اهل سنت عقیده
د اهل سنت د عقیدې مطابق په دې ورځ د هر ډول خاصو مراسمو ترسره کول جائز نه دي؛ نه ماتم او نه هم جشن او خوښي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دا یو هم نه دي کړي او یوازې د عاشورا ورځې روژه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ثابته ده. دغه ورځ هېڅ بل خاص حکم نلري او د محرم او صفر په میاشتو کې د ودونو منع کول هم جائز نه دي. اهل سنت په دې آند دي چې د دین د سترو شخصیتونو احترام او درناوی د دوی په تبعیت کېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ګران تره حمزه رضی الله عنه د شهادت په ورځ او همدارنګه د خپلې بي بي خدیجه رضی الله عنها د وفات په ورځ چې دواړه پرې ډېر ګران ول، واده کړل منع نکړل او صحابه وو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په ورځ ماتم نه جوړولو او دا کار په هېڅ صورت بې احترامي نه ګڼل کېږي.
الله تعالې دې موږ ته د هغو سترو شخصیتونو د سم تابعیت توفیق راپه برخه کړي او موږ دې د دوی رښتیني لارویان کړي.
آمین