عطا محمد میاخېل
۱ ـــ شیدې: په ډېره پیمانه کلسیم او فاسفورس لري، چې د هډوکو، غاښونو او نوکانو د ودې له پاره اړینې دي.
۲ ـــ هګۍ: په ډېره پیمانه بي ویټامین لري، چې د ماشوم د مغز په وده کې مهم رول لري.
۳ ـــ بروکلي: د کلسیمو یوه له غوره سرچینو څخه ده، د ماشومانو د ودې له پاره یوه غوره خوړنیزه ماده ده.
۴ ـــ مستې: پروټین لري، چې د بدن د خوندیتوب سیستم پیاوړی کوي او د خوړو له هضم سره مرسته کوي.
۵ ـــ کچالو : د A، C،E ویټامین، پوتاشیم، کلسیم، اوسپنې او فایبر یوه ښه سرچینه ده.
۶ ـــ پنیر: په ډېره پیمانه کلسیم، پروټین، فاسفورس او ویټامین بي دولس لري.
۷ ـــ کب: په پراخه پیمانه پروټین، غوړ، بي ویټامین او معدني مواد لري.
۸ ـــ لوبیا: په ډېره پیمانه پروټین، کلسیم، فایبر، اوسپنه او بي ویټامین لري، چې دا ټول د ماشوم د ودې له پاره ګټور دي.