د ماشومانو د قد د لوړېدو اسانه لارې او چارې

د ونې یا قد د لوړېدو لپاره نن سبا درمل او هورمونونه هم شته خو ډېر خلک او ډاکتران غوره ګڼي چې د درملو په ځای د خوړو او سپورت له لارې د ماشومانو قد لوړ شي.

د قد لوړوالی په اوس وخت کې زیات اهمیت لري ځکه چې تر موږ زموږ د راتلونکي نسل د انسانانو ونې لوړې دي او د ورپسې نسل قدونه به لا لوړ وي.

د انسان قد تر ډېره ارثي وي خو که ښه او صحي خواړه وکړي او سپورت وکړي بې له شکه چې د قد پر لوړوالي یې زیات اغېز کوي.

که مو پام کړی وي، د پرمختللیو هیوادونو، چې اقتصاد یې ښه دی، د انسانانو قدرونه د دې لپاره تر موږ لوړ دي چې ښه خواړه وررسېږي او سپورت کوي.

په تلویزیونونو، انترنیټ او ورځپاڼو کې د قد د لوړېدو پر درملو باور مه کوئ؛ دا درمل نه یوازې د قد له لوړېدو سره مرسته نه کوي بلکې کېدای شي جانبي عوارض هم ولري.

نو څه باید وکړو چې د اولاد قد مو لوړ شي؟

۱- لکه څرنګه چې پاس ورته اشاره وشوه لومړنی کار مو باید دا وي چې خوړو او سپورت ته پام وکړو. د چیپس، همبرګر، کوک- فانتا، کېک، او کولچو پر ځای سالم خواړه لکه سابه، بینډۍ، تور بانجڼ، فاسولیه، دال، لبنیات، وچه او لنده مېوه ورکړئ.

د پسه، غويي او چرګ غوښه، سویابین او کب هم د پروتین د لرلو له کبله هډوکي پیاوړي کوي او په بدن کې د ودې هورمونونه تحریکوي.

۲- سپورت هم د ماشومانو او هم لویانو لپاره ډېر مهم دی.

له خپل ماشومه وغواړئ چې دېوال ته ودرېږي، لاسونه پورته ونیسي او تر څو چې یې وس وي د پاس خوا ته دې یې کش کړي. د ځان سره کشول د قد پر زیاتېدو ډېر اغېز لري. په عکسونو کې درښودل کېږي چې نور کوم سپورتي حرکتونه ستاسو د ماشوم د قد پر زیاتېدو مثبت اغېز لري.

ټوپ اچول او د پړي لوبه هم د ونې له لوړېدو سره مرسته کوي. د ځان راځوړندول زیات تاثیر لري.

لامبو یو له هغو سپوروتو څخه ده چې بدن پکې سره کېکاږل کېږي

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.