د لمانځه ارکان (داخلي فرضونه)

اول رکن ، تکبير تحريمه :

د نيت تړلو په وخت کښې الله اکبر ويل فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[وربَّك فكبر](المدثر:۳)،

ژباړه : او ربک خپل پس په لويی سره يادوه .

او په دليل د قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي : «مفتاح الصلاة الطهور، وتحريمها التكبير»(رواه أبو داود والترمذي بإسناد صحيح).

يعنې : د لمانځه کلۍ اودس دی او تحريم يې تکبير دی ( په تکبير تحريمه سره سړی په لمانځه کې داخليږي، خبرې کول ، عمل کثير او نور په سړي باندې حرام ګرځي ).

او فرمايي:«لا يقبل الله صلاة امرئ حتى يضع الوضوء مواضعه، ثم يستقبل القبلة، فيقول: الله أكبر»(رواه أصحاب السنن الأربعة والطبراني).

ژباړه : الله تعالی د چا لمونځ نه قبلوي مګر دا چې اودس وکړي ، بيا قبلې ته مخامخ شي او بیا ووايي : الله أکبر .

دوهم رکن ، قيام :

يعنې د الحمدلله او سورت لوستلو لپاره درېدل ، لقوله سبحانه وتعالی :[وقوموا لله قانتين](البقرة:۲۳۸).

ژباړه:او ودرېږئ تاسې الله ته ودرېدونکي (په ادب ) .

او د عمران بن حصين په حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «صل قائماً» (رواه حاکم). (په ولاړه لمونځ وکړه ) .

مګر دا چې ناروغ وي يا معيوب وي چې درېدلای نشي په هغه باندې درېدل فرض نه دي بلکي درېدل په هعه چا باندې فرض دي چې د درېدلو توان لري .

په دليل د دغه حديث :«صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ» (البخاري )

ژباړه: په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

همدارنګه په درېدلو کې استقلال شرط دی کچېرې په همسا ، ديوال وغيره تکيه کړي وي که شی ترې لري شی لويږي دا قيام صحي نه دی مګر دا چې عذر ولري .

قال الحنفية: يشترط للقادر الاستقلال في الفرض، فمن اتكأ على عصاه، أو على حائط ونحوه، بحيث يسقط لو زال، لم تصح صلاته، فإن كان لعذر صحت (فقه الاسلامي وادله ) .

دريم رکن قرآئت لوستل :

د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو ستر آيت لکه آيت الکرسي يا دری لنډ آيته لوستل په ټولو لمونځونو کې فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ] (المزمل:۲۰/۷۳).

ژباړه :پس ولولئ (په لمانځه کې ) هومره چې آسان وي له قرآن نه .

و لقوله صلّى الله عليه وسلم : «لا صلاة إلا بقراءة» (المسلم ).

يعنې : او دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې : هغه لمونځ نه دی په کوم کې چې قرائت ونه ويل شي.

د فرض قرائت مقدار دري لنډ آيتونه وي يا يو اوږد آيت چې د دريو لڼدو آيتونو په مثل وي (الدر المختار و رد المحتار:۴۱۵/۱، البدائع:۱۱۰/۱).

په قرائت کې شرط دا دی چې په هغه کې به داسې لحن (غلطي ) نه وي چې معنی تغير شي لکه : د (ض) د تورې پر ځای (ظ) يا (د) توری ويل يا د تورې حرکات بدلول لکه : (أنعتَ) د زور پر ځای پيښ ويل لکه : (أنعتُ).

څلورم رکن رکوع :

رکوع په لغت کې انحناء او ټېټېدو ته وايي په شريعت کې د سر او شاه داسې ټيټېدل چې سر له شا سره يو شان او برابر وي رکوع وايي ، لقوله سبحانه وتعالی :[يا أيها الذين آمنوا اركعوا] (الحج:۷۷/۲۲)، او په دليل د دغه حديث :« ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا» (متفق عليه ) .

ژباړه : وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يصوبه، ولكن بين ذلك» (متفق عليه).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

او همدارنګه په حديث کې راغلي «أنه كان إذا ركع، لو كان قدح ماء على ظهره ما تحرك» وذلك لاستواء ظهره.

يعنې : جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله ، کچيرې د هغه په شا باندې د اوبو لوښی وای حرکت به يې نه کولو ( په رکوع کې شا برابر د تختې په شان نيوله ) .

په رکوع کې په قدر د تسبيح ويلو ځنډ او اطمنان واجب دی په حديث شريف راغلي :

«أسوأ الناس سرقة الذي يسرق من صلاته، قيل: وكيف يسرق من صلاته؟ قال: لا يتم ركوعها ولا سجودها ولاخشوعها» (رواه أحمد والحاكم).

ژباړه : بدترين د خلکو هغه غل دی چې له لمانځه څخه غلا کوي ، چا وويل : څنګه له لمانځه څخه غلا ؟ داسې چې نه پوره کوي رکوع ، نه سجده او نه هم په هغه کې خشوع وي .

پنځم رکن ، سجده :

دوه ځله سجده کول په لمانځه کې فرض دي ، سجده په لغت کې خضوع او عاجزۍ ته وايي او په شريعت کې د تندې ، پوزې او نورو ايښول په ځمکه باندې سجده بلل کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يا أيها الذين آمنوا اركعوا واسجدوا] [الحج:22/77]

ژباړه : ای مؤمنانو ! رکوع کوئ تاسې او سجده کوئ تاسې .

او په دليل د دغه حديث شريف : «ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا» (متفق عليه) .

ژباړه: بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي.

سجده په اوو اندامونو تر سره کيږي په سجده کې د پوزې نه لګول يا د دواړو پښو په پورته کولو سره سجده نه ادا کيږي .

که دواړه پښی په ټوله سجده کې پورته کړ شي نو سجده نه ادا کيږي کله چه سجده ادا نشو نو لمونځ فاسد شو (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۸۴ ) .

داځکه چې سجده بايد په اوو اندامو ادا شي ، جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أمرت أن أسجد على سبعة أعظم، على الجبهة – وأشار بيده على أنفه – واليدين، والركبتين، وأطراف القدمين، ولا نكفت الثياب والشعر» (بخاري او مسلم).

( ژباړه: ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، د دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو .

شپږم رکن ، آخره قعده :

په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل فرض دي په دليل د دغه حديث :« ثم اسجدْ فاعتدِلْ ساجدًا ، ثم اجلِسْ فاطمئنَّ جالسًا ، ثم قُمْ ، فإذا فعلتَ ذلك فقد تمتْ صلاتُك ، وإن انتقَصتَ منه شيئًا انتقصْتَ من صلاتِك » (الدارقطني ، الترمذي و ابوداود) .

ژباړه : بيا سجده وکړه په اطمنان او سکون سره سجده ، بيا کينه په اطمنان او سکون کيناستلو سره ، بيا پورته شه ، پس کله دې چې دا کارونه وکړل لمونځ دې پوره شو او که کوم شی درڅخه پاتې شول نو لمونځ دې مات شو.

او د ځنو فقهاؤ په نزد د لمانځه وتل په سلام ګرځولو سره د لمانځه رکن دی .

که له شرطونو او ارکانو يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ نه صحی کيږي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.