سلامونونه او نیکی هیلی د اسلامی لارښود د ویب پاڼی کارکونکی او لیدونکوته. یو کس دبل نه پوښتنه وکړه چی د قربانۍ لپاره می یو مال اخیستی وو قیمت یی ۴۵۰۰ افغانی وو آیا کولای شم بل مال له دی قیمت نه لوړ یا ټیټ واخلم؟ نوهغه بل کس ځواب ورکړو نه باید په ۴۵۰۰ بل مال واخلی نه باید کم وی او زیات، زما پوښتنه داده چی دا صحیح خبره ده که غلطه؟ مهربانی به مو وی
پاڅون
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که کوم څاروی د قرباني په نيت واخستل شي د هغه خرڅول نه دي په کار که يې خرچ کړي او بل د کم قيمت واله څاروی واخلي نو کومه فائده چې شوی وي هغه به خيرات کړي .
و لو باغ الاولی بعشرين فزادت الاولی عند المشتری فصارت تساوی ثلاثين علی قول ابی حنيفة بيع الاولی جايز فکان عليه ان تصدق بحصة زيادة حدثت عند المشتری (عالمګيریة ، کتاب الاضحية ۵ / ۲۹۴ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۹۸ ) .
او که د قربانۍ په نيت څاروی واخستل شي مګر په هغه کې داسې غيب ظاهر شي چې قربانۍ يې نه صحيح کيږي نو که غني او مالدار وي په هغه باندې د بل سالم څاروي ذبح کول واجب دي
و لو اشتراها سليمة ثم تعيب بعيب مانع کما مر فعليه اقامة غيرها مقامها ان کان غنياً ( درالمختار ، کتاب الاضحية ۶ / ۳۲۵ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم