د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم :

سلامونه  د اسلامی انلاین لارښود ته
پوښتنه داشان ده .که چیری د قران کریم یو ایات په کاغذ لیکل شوی وی او بی ځایه پروت وی د هغی سوزول جایز دی او کنه  پدی اړوند  که معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی  مننه

اول ګل معروف

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو او حنابله مذهب رايه دا ده چې د قرآنکريم زړې شوې پاڼې به په پاکه ټوټه تاويږي او هغه به د ځمکې په پاک ځای کې دفن کيږي .

قال الحصكفي من فقهاء الحنفية : ” الْمُصْحَفُ إذَا صَارَ بِحَالٍ لَا يُقْرَأُ فِيهِ : يُدْفَنُ ؛ كَالْمُسْلِمِ”. انتهى من “الدر المختار” (1 / 191).

وعلق على ذلك صاحب الحاشية بقوله : ” أي يجعل في خرقة طاهرة ، ويدفن في محل غير ممتهن ، لا يوطأ “. انتهى

وقال البهوتي من الحنابلة : ” وَلَوْ بَلِيَ الْمُصْحَفُ أَوْ انْدَرَسَ دُفِنَ نَصًّا ، ذَكَرَ أَحْمَدُ أَنَّ أَبَا الْجَوْزَاءِ بَلِيَ لَهُ مُصْحَفٌ فَحَفَرَ لَهُ فِي مَسْجِدِهِ فَدَفَنَهُ ” . انتهى “كشاف القناع” (1 / 137).

مګر د شافعيه او مالکيه مذهب رايه دا ده چې د قرآنکريم زړې او خراب شوې پاڼې به د اهانت د مخنیوی په خاطر په اور سيزل کيږي او د هغې يرې به دفن يا په پاک ځای کې ځای پر ځای کيږي په دليل د فعل د عثمان رضی الله عنه هغه د منسوخ شويو پاڼو د سوزولو حکم کړی وو لکه په بخاري (۴۹۸۸) چې روايت راغلی دی .

ځنو متأخرينو حنفي په فقهاؤ په هغه صورت کې چې د دفن صحي ځای نه وي سيزل جايز بللي دي .

مګر ښه کار دا دی چې ښخ کړ شي يا په ابو کې وبهول شي خو دا چې نن سبا د مناسب پاک ځای پيدا کېدل مشکل دي نو کفايت المفتي څه دا راز ليکي : په يو محفوظ ځای کې د قرانکريم د زړو شويو ورقو ښخول هم رو ادي مګر نن سبا یې سوځل ښه کار دی ځکه چې داسې محفوظ ځای پيدا کول چې هلته انسان او حيوان ور ونه رسيږي ډیر مشکل دی او د حضرت عثمان د مصاحفو سوځل ددې کار د جواز دليل دی (کفايت المفتی ج۱ ص ۱۲۷ ) .

البته د سيزلو وروسته به يره دفن کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.