اسلام عليكم ورحمة الله بركاة سلامونه او نيكي هيلي مي اومنئ
زما سوال دادى چي سيريالونه كتل ثنگه دي – نثار احمد
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکات. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی په دی هیله چی روغ او جور به یاست. زما پوستنه په دی توگه ده چی د فلمونو او تلویزیون کتل د اسلام له نگاه نه سنگه دی او سنگه کولای شو چی د لیدلو سخه یی اجتناب وکرو. مننه
عرفان الله (نیکزاد) له زابل څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
تلويزيون ، ويديو او نور وسائل دي اودغه وسايل هم د خير او هم شر د پاره کارول کيدای شي ، خو اوس عصر کې په غالب ګمان د شر د پاره کارول کيږي لکه : موسيقي ،رقص ، لهو لغب ، د کفارو د عقايدو او عاداتو خپرول او د منکراتو ډک فلمونه او سريالونه او داسې نورو منکراتو کې کارول کيږي ، چې ددې منکراتو په صورت کې يې استعمال او کارول جواز نه لري .
د معاصرو علماؤ قول دا دی چې ذکر شوي وسائل اکثريت په منکراتو او ګناه کې کارول کيږي نو د دغه آلاتو کارول، تجارت او ترميم صحي نه دی .
قال الشيخ محمد صالح المنجد فی موقع الأسلام سوال جواب :
هذه الأجهزة من التلفاز والفيديو وغيرها – مما يستعمل في الخير والشر ، والطاعة والمعصية، لكن يغلب اليوم استعمالها في الشر، من رؤية النساء العاريات ، وسماع اللهو واللغو والباطل من الموسيقى وغيرها- . والواجب في مثل هذا أن يعمل الإنسان بما يغلب على ظنه .
فلا يجوز بيعها إلا لمن عُلم أو غلب على الظن أنه يستعملها في المباح.
أما من عُلم أو غلب على الظن أنه يستعملها في الحرام ، فلا يجوز بيعها عليه ؛ لقول الله تعالى : ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) المائدة /2 .
جاء في فتاوى اللجنة الدائمة :
” كل ما يستعمل على وجه محرم ، أو يغلب على الظن ذلك ، فإنه يحرم تصنيعه واستيراده وبيعه وترويجه بين المسلمين” اهـ
“فتاوى اللجنة الدائمة ” (13/109) .
وسئلت اللجنة الدائمة للإفتاء ، ما نصه : أنا أعمل مهندس إلكترونيات ، ومن عملي إصلاح الراديو والتليفون والفيديو ومثل هذه الأجهزة ، فأرجو إفتائي عن الاستمرار في هذه الأعمال ، مع العلم أن ترك هذا العمل يفقدني كثيرا من الخبرة ومن مهنتي التي تعلمتها طوال حياتي ، وقد يقع علي ضرر خلال تركها .
فأجابت : ” دلت الأدلة الشرعية من الكتاب والسنة أنه يجب على المسلم أن يحرص على طيب كسبه، فينبغي لك أن تبحث عن عمل يكون الكسب فيه طيبا. وأما الكسب من العمل الذي ذكرته فهذا ليس بطيب؛ لأن هذه الآلات تستعمل غالبا في أمور محرمة” اهـ .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (14/420).
اوسني تلويزيونه او ديش آنتن اکثره شيطاني ورکشاپونه بلل کيږي چې ددې شيطاني ورکشاپونو له لارې فلمونه ،سريالونه او نور فاسد نشرات خپريږي او د خلکو د عقدوي او اخلاقي زوال سبب ګرځي دا ډول فاسد نشرات د منکراتو او کبيره ګناهونو يو لويه مجموعه ده چې هغه ټول په اسلامې شریعت کې په واضحو دلايلو حرام کړ شوی دي لکه :
۱- موسيقي مستقله ګناه ده ،.۲- د صورت اوشکل بدلول تلبيس کول هم ګناه ده ،د ښځو شکل د سړی په شان او دسړی د ښځی په شان بدلول سخته ګناه ده په حديث په داسې عمل لعنت ويل شوی (لعن الله المتشبهين من الرجال بالنسآء ومن النسآء بالرجال ) ،.۳- اختلاط بالنسآء حرام يو مستقله ګناه ده ،.۴- اکثره په دې تماشو کې د تصوير په ډول جوړ شوی وي چې تصوير جوړول او استعمالول يې حرام دي ،.۵- پدی کې بې شرمۍ او فحاشت ته دعوت کول ،بې شرمه او فاحش څيرې پکې وي چې د اخلاقي زوال سبب ګرځي ،.۶- په دې کې د واقعت خلاف کارونه تر سره کيږي چې هغه واقعت نه لري يو کس ته داسې څه منسوبول چې حقيقت نه لري چې دا بهتان دی او بهتان کبيره ګناه ده ،.۷- نامحرمو ته نظر کول هغه هم د عشق بازۍ او شهوت رانۍ لپاره چې سخته ګناه ده، ۸- د فلمونو په ځنو ځايونو کې مسخری او توهين وي چې د چا توهين هم حرام دی .
لنډه داچې د نن زماني فلمونه ،سينما او سيريالونه چې بې شرمه او فاحش تبليعات تر سره کوي د کبره ګناهونه يوه لويه مجموعه ده چې مسلمان بايد ځان ور څخه وساتي .
(د احنافو ستر علمي مرکز دارالعلوم ديوبند فتاوي دوهم جلد ۱۰۷۱ صفحه ) .
اللجنة الدائمه زياتوي :
۱– بې ديني ،۲- په خلکو کې بې حجابي رواجول ،۳- د ښځو او نارينه تر منځ اختلاط رواجول ،۴- د اخلاقواو ادب خلاف خبرې او ويناوې چه يوه ټولنه د فساد او بې شرمۍ خواته کشوي ،۵- د بازنګرو او رقاصو سړيو او ښځو عاشقانه داستانونه بيانول ، ۶- د شهوترانۍ حرکات او خبري خپرول چه د ځوان نسل د پاره سخت خطرناک دي ، ۷- له يوه سره د اسلامې شريعت د اوامرو ترک او د بې دينی او فحشآء طرف ته د خلکو دعوتول ، ۸- په خلکو کې د کفري عقائدو او عاداتو خپرول او داسې نور په لس ګنه منکرات (فتاوي اللجنة الدائمة ) .
ځنې کسانو ته چه د نصيحت په توګه وويل شي هغوی به وايي ته د پرمختګ مانع يئ ته نه غواړي چه خلک پرمختګ وکړي .
ګورئ ! پرمختګ خواري غواړي ،صداقت غواړي کار غواړي ،امانت داري او پاکي غواړي ، نظم غواړي او مراقبت غواړی هغه په دې نه کيږي چه ټوله ورځ فلم او سريال ته ډډه ولګوه او خپل ازرشناک وخت په لهولعبو تيروه او بيا د تش په نوم پرمختګ ناري وهه .
ګرانه : د دوماغ هغه حجري چه په داسې لهو لعبو او عشق بازی مصروفي وي په هغه کې به د پرمختګ ،انکشاف او اختراع د پاره ځای له کومه شي ؟
دا چې ددې ډول منکراتو څخه څنګه ځان وساتل شي ؟ که په هيواد کې اسلامي چېنلونه وي د هغه کتل په کار دي او نه وي د ددې تلويزيونو پر ځای د اسلامي کسيټو او ويديو څخه کار واخيستل شي کوم چې د کورنې د اسلامي تربيې د پاره ګټور وي .
و ما علينا الا البلاغ
و الله سبحانه وتعالی اعلم