سوال (۳۲۱) په مانځه كښې دسورة فاتحې خخه وروسته اودسورت په شروع كښې د بسم الله ويل پكاردي اوكه نه ، كه يي لوستل پكار وي ،نو په لوړ اوازسره اوكه په ټيټ اواز سره پكارده، د هدايه مصنف بسم الله دسورت په اول كښې منع ګرځولي ،اوصاحب د درمختار ورته مستحب ويلي دي په دې دواړو كښې كومه خبره صحيح اودعمل وړ ده ،اودبلي څه ثواب دى ،اوبل دا چه د فاتحي په اول كښې دبسم الله حكم ددي موافق دى اوكه مخالف دى ،كه مخالف وي نو ولې ؟
جواب: د درمختار عبارت دادى ( لاتسن بين الفاتحة والسورة مطلقا ولوسرية ولاتكره اتفاقا الخ (1)) ددې حاصل دادىچه دسورت په شروع كښې بسم الله ويل نه سنت دي اوكه نه مكروه اومحققينو دا راجحه ګڼلي ده ، چه لوستل يي بهتراومستحب دى ،په شامي كښې راغلي دي ( ولذا صرح فى الذخيرة والمجتبى انه ان سمى بين الفاتحة والسورة المقرونة سرا اوجهرا كان حسنا عندابي حنيفة رحمه الله ورجحه المحقق ابن الهمام الخ (2))( بسم الله به په ورو لوستل كيږي ) ( اما الموضع الرابع فانها تخفى عندنا الخ عن انس t ان رسول الله r كان يسرببسم الله الرحمن الرحيم ،الخ غنية المستملي ص ۳۰۱ ).