د غښتلي هيواد په جوړيدا کې د مخابراتو اهميت

لیکنه: انجينر عمران هدايت
د چارو پوهان په اند: “د يو غښتلي دولت د جوړيدا لپاره د پنځو اصلو يا فکتورونو پياوړتيا اړينه ده.
سياسي، اقتصادي، نظامي، خدماتي او نفوس”
ددی فکتورونو د لا ښه پوهاووی لپاره هر فکتور د لاس له ګوتو سره تشبې کوی. لکه څرنګه چې د يو شي يا جنس په ټينګولو کې د لاس هره ګوته يو ځانګړی رول درلودلای شي. همدارنګه د دولت هر فکتور په جلا ډول د غښتلی دولت په پياوړتيا کي خپل اهميت لري. او که دا ټول فکتورونه سره پياوړی کړل شي نو په هماغه ډول به مو د ملی قدرت لاس غښتلی او د دښمن په راټينګولو کي به بريالي شو.
خو د مخابرات ( ډيجيتلي اړيکي) پدې ټولو فکتورنو کې په خپل وار خورا مهم رول درلودلی شي.
نو په همدی اساس د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې وزارت د يادو فکتورونو لپاره د غښتلتيا ستن ګڼل کيداي شي. ځکه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې وزارت د :
مالي وزارت په شان يو عايداتې وزارت دی.
د عامې روغتيا، ټولګټو، ښارجوړونې او پوهنې وزارت په شان يو خدماتي وزارت دی.
دفاعي او امنېتې وزارتو په شان د هيواد وګړو لپاره د امنېت او مصونېت جوړونکی وزارت دی.
بهرنېو چارو وزارت په شان د کره، دقيق او پروخت معلوماتو په اساس ښه سياست جوړونکی وزارت دي.
لنډه داچې د مخابراتو او معلوماتې تکنالوجې وزارت د هيواد د ملا تير حيثيت دی. او مخابرات (ډيجيتلي اړيکې) د هر هيوادوال تر ټولو اساسي اړتيا ګڼل کيږي. نو که مخابرات پياوړي شي، نو خلک د دولت سره يوځای ملي قدرت رامنځ ته کولای شي. او هيواد به پياوړی شي.

آباد، سرلوړي او سوله ايز لوی افغانستان په هيله
انجينر عمران هدايت

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.