د غير مسلم سره ناسته ولاړه او خوراک کول څه حکم لري ؟

اسلام علېکم ورحمة الله وبرکاة تاسو او ستاټولو کارکونکو  الله دوکړی چې دصحت جامې مو په تن وي زما پوښتنه داده چې دغیر مسلم سره  ملګرتیا او له هغه سره په یو  لوښي  خوراک او څښاک  داسلام له نګانه جوازلري اوکه نه

حاجی محمد الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حربي کفارو ( هغه کفار چې پر اسلامي هيوادونو يې يرغل کړی دی د مسلمانانو پر وړاندې جنګيږي ) نه علاوه نورو غير مسلمو سره د ضرورت پرمهال ناسته ولاړه ، د هغو پاک او مباح خوراک خوړل او حلال معاملات مباح دي په شرط ددې چې د هغوی سره محبت نه وي د هغوی د کفري عقائدو او اعمالو څخه به کرکه کوي .

لقوله سبحانه وتعالی :« لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ » «مجادله/22»

(هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي . دا هغه کسان دي چې الله د دوی په زړونو کې ايمان خوندي کړی دی او له خپل لوري د يو روح په ورکولو سره يې دوی پياوړي کړی دي ).

[ و لقوله سبحانه وتعالی : لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8] . ( الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړي چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي  ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي ) .

جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

العلاقات بين الناس أنواع ، فإذا كانت علاقة ود ومحبة وإخاء من مسلم لكافر فهي محرمة ، وقد تكون كفراً ، قال الله تعالى : ( لا تجد قوماً يؤمنون بالله واليوم الآخر يوادون من حاد الله ورسوله ولو كانوا آباءهم أو أبناءهم أو إخوانهم أو عشيرتهم أولئك كتب في قلوبهم الإيمان وأيدهم بروح منه ويدخلهم جنات تجري من تحتها الأنهار خالدين فيها رضي الله عنهم ورضوا عنه أولئك حزب الله ألا إن حزب الله هم المفلحون ) . وما في معناها من الآيات والأحاديث .

وإن كانت علاقة بيع أو شراء أو إجابة دعوة إلى طعام حلال أو قبول هدية مباحة مثلاً ، دون أن يكون في ذلك تأثير على المسلم ؛ فهي مباحة ، وتناول ما قُدِّمَ من الكافر إلى المسلم من الأطعمة والأشربة الحلال جائز .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.