د غوا ،مېښې او وزې اورګه خوړل جايز دي

د آنلاین اسلامی لارښود کارکونکو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم خدای ج دی وکړی چی جوړ او روغ وی او ددی عظیم خدمت اجر دی الله ج څخه درته غواړم , پوښتنه می دا ده که چیری کوم حیوان لکه غوا میژه او یا وزه  لنګه شی نو آیا دهغه دورږو یا هغه ټینګی شیدی چی په اولو شپو کی ځنی لاسته راوړل کیژی دهغی په خوړلو کی کوم کراهیت یامنع شته که نه هیله ده دحنفی مذهب مطابق سره دحوالی دکتاب څوابونه راکړی مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اورګه خوړل روا دي
(مسئله) اول ځل چه حيوان لنګ شي د هغه اول وار شيدو ته اورګه وائي او اورګه خوړل روا دي .
(عن كلدته آبن حنبل اخبره ان صفوان بن امية بعثه بلبن ولبا وضغابيس الى النبي صلى الله عليه وسلم (ترميذي ۲ج۱۰۰ص)
(جواب الظاهر انه حلال فقد قال في الخلاصة الفارسي نقلاعن الابراهيم شاهيه كه هر چيزي كه ګوشت او حلال است فله او نيز حلال است (فتاوى واحدي ۱ج)
اګر چې بعضې وايي چه مکروه تحريمي دي دليل داده چه دا له وينو سره خلط شوي دي
(وكره تحريمة اللبن  النازل من الحيوان عقيب الولد مااشتد بالطبخ لانه مخلوط بالدم (نهايه شر ح هدايه (جامع الفوائد ۴۰۷ص)
المفتي ابوالفيض مولوي موسۍ كليم دانش الغزنوي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *