سلامونه اونیکی هیلی محترما تاسوته او ستاسو محترموکارکوونکوته دروژی مبارکی هم درته وایم
پوښتنه لرم او هغه دا چی که یو چا ترغرمی پوری روژه نیولی وی او وروسته له غرمی ورته کوم ضرورت پیدا شی یا ډیر مریض شی یا که ښځه وی مریضه شی (عادتی مریضی) نو هغه به روژه خوری او که به یی تر بیګا پوری نیسی بعضی خلک وای چی کله دتر غرمی پوری ونیوله نو بیا به یی نه خوری خوراک یی درته روا نه دی ډیر ښځی داسی وایی کله چی له غرمی وروسته ورته مریضی پیدا شی دا روژه هم نیسی او قضایی یی هم راګرځوی په درنښت
صالح
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حيض او نفاس په وخت کې روژه نشته کله چې حيض او يا سخته مريضي چا ته پيدا شي هغه ته همغه مهال روژه خوړل جايز دی
مګر که ښځه په نيمه ورځ يا د ورځې څه حصه کې ( سبا ختلو وروسته ) له حيض او نفاس څخه پاکه شي او يا کوم کس مسلمان شي او يا مسافر مقيم شي هغه به تر لمر لوېدو پورې د څه خوړلو او څښلو څخه پرهيز کوي او بيا به د همدې ورځې قضايي ګرځوي .
قال في التنوير:
«و الاخير ان يمسكان بقية يومهما وجوباً علي الاصح كمسافر اقام و حائض و نفساء طهرتا و مجنون افاق و مريض صح وصبي بلغ و كافر اسلم».
و في الرد:
« (قوله: و الاخيران)اي من تسحر او افطر يظن الوقت ليلاً الخ».
و الله اعلم بالصّواب