د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟

د نوکانو پریکول په کوټه کی کوم نقصان لری، لکه چی خلګ ډیری خطرناکی معناوی تری باسی او همدارنګه د پښو او لاسو نوکان په یوه ورځ پری کول څه تاوان لری لکه چی ددې په هکله هم خلګ مختلف تاوانونه بیانوی وایی چی غم او ښادی یی په یوه ورځ تر سره کیږی او داسی نور؟  احمد زهين لمر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دغو شيانو ته توهم پرستي يا سپره والی وايي په اسلام کې ددې هيڅ اصل نشته چا ته چې څه ورپښيږي هغه به يې خپل عمل وي .
د توهم پرستی څو مثالونه دا دي :
د شپې جارو وهل ، د چهارشنبې په ورځ د نوکانو پرېکول ، د شپې لخوا د نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د ويښتانو او نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د پښو او لاسونو د نوکانو پرېکول ، د نوکانو پرې کول په کوټه يا اتاق کې او نور ښه نه بولي دوی وايي چې داسې کول نستي او د رزق تنګي راولي .
همدارنګه د دوو اخترونو په مينځ کې نکاح کول او داسې نور بد او سپره ګني
دا هر څه غلط دي دا محض توهمات دي په شريعت کې ددې هيڅ اصل نشته (حنفي فقه ابوالمختار ج۱ ص ۱۵۸ – فتاوي يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۲ ) .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.