ليکنه: انجنیر فضل الحق مومند
سربند څه دی؟
سربند یو کوچنی بند، دیوال یا خنډ وي چې په سیند، خوړ یا د اوبو په وړو جریانونو کې جوړېږي، څو د اوبو سرعت کم کړي، خاوره ونه بهېږي او د اوبو زیرمه جوړ کړي.
د سربندونو هدفونه:
د خاورې د کښل کېدو مخنیوی (Soil Erosion Control)
د ځمکو خړوبولو ته د اوبو برابرول
د ځمکو د لاندې اوبو سطحه لوړول
د سیلابونو شدت کمول
د څارويو او خلکو لپاره د اوبو ذخیره
د سربندونو ډولونه:
1️⃣ د موادو له مخې
د ډبرو سربند (Stone Masonry)
د ګابیو سربند( Gabion Weir)
کانکریټي سربند (Concrete Weir)
د خټو او شګو سربند (Earthen Weir )
2️⃣ د هدف له مخې
Erosion Control Weir
Recharge Weir
Diversion Weir
Storage Weir
د سربند جوړولو مهم اصول:
د اوبو لوری او جریان دقیق اندازه شي
د بنسټ (Foundation) ژوره ممکنه قوي ونیول شي
د مرکزي چینل ارتفاع په دقت ټاکل کېږي
د دواړو خواوو د استناداتو ښه تړون
د اوبو د تېریدو لپاره سرکنده (Spillway) سم ډیزاین
📏 معیاري ابعاد (عموماً)
ارتفاع: 0.5m – 3m
ضخامت د بنسټ په ځای پورې اړه لري
Spillway باید د اوبو د زیاتوالي توان ولري
🌱 ګټې
د کرنیزو ځمکو حاصل زیاتوي
د څښاک اوبو زیرمه جوړوي
د سیلابونو خطر راکموي
چاپیریال شنه او حاصلخیز کول