د زلزلې قربانيانو او افغان ولس ته دعوت نیوز د تسليت پيغام

وروڼو او خويندو! د آخرې زمانې ژوند له دا ډول پيښو سره تړلی دی، طبيعي پيښې په ډيرو ملتونو او ولسونو کې پخوا هم شوې او وروسته هم کيدونکي دي.

مګر د شکر ځای دا دی چې مونږ الله تعالی مسلمانان او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم امتيان ګرځولي يو.په زلزله کې وفات شوي ورونه او خويندې مو شهيدان دي، د شهيدانو درجې لري، د زخمیان لپاره يې اجر او د هغوی سره مرسته او مدد لويه صدقه او د زکات لومړني مستحقین ګڼل کيږي او خدمت کوونکی یې د الله د لارې مجاهدین دی.

 

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«أمتي هذه أمةٌ مرحومةٌ، ليس عليْها عذابٌ في الآخرةِ، عذابُها في الدُّنيا، الفتنُ، والزلازلُ ، والقتلُ»[1].

ژباړه : زما امت ،هغه امت دی چې د الله تعالی د جانبه رحمت ورباندې شوی دی، د هغوی لپاره په آخرت کې عذاب نشته، د هغوی لپاره په دنيا کې عذاب دی چې فتنې، زلزلې او جګړې دي .

 

امتحان او عبرت:

ژوند او مرګ دواړه د الله تعالی آزمايښت دی مونږ آزمايي چې پاتې کسان د زلزله له قربانيانو سره څه کوي؟

او د عبرت درس دی چې ګورئ مسلمانانو! دغه د دنيا ژوند او د دنيا هستي ده چې هيڅ وفا او بقا نلري، کله چې د الله تعالی حکم وشي نو په څو ثانيو کې هر څه ختموي.

د آخر زمان ژوند دی د فتنو زمانه ده بايد چې هر لحظه خپل رب ته متوجه ووسو او پخپل دين عمل وکړو .

دعوت نیوز.کام

—————–

[1] – رواه ابؤداود ، صحيح أبي داود -الألباني :۴۲۷۸.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.