د روژې په آخره چهارشنبه د ټول عمر د لمونځونو قضايي څنګه ده ؟

آیا د روژی د مبارکی میاشتی په آخره چهارشنبه یا آخره جمع تنها د یوی ورځی د قضایی لمانځه په را ګر ځولو سره ټول قضاشوی لمنځونه اداکیړی؟

الرسالة:
سلام علیکم ورحت الله وبرکاته
اوریدلی می دی چی د روزی دمیاشتی په اخرینی جمع یا چهارشنبه باندی که څوک دا پنځه وخته لمنځ قضایی وګرځوی ټول قضا شوی لمنځونه ادا کیزی هیله ده چی په دی اړه راته معلومات راکړی – وحيدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

داسې کول چې د رمضان په آخره چهارشنبه يا جمعه باندې د يوې ورځې قضايي راوړل سره يا څلور رکعته نفل کول په دې نيت چې دا د ټول عمر د قضاء شويو لمونځونو ادا ګرځي . بې اصله او بنياده عمل دی په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نه لري لا يعتقد هذا لاعتقاد الفاسد الاجاهل الذی لا يعرف الدين و لا يميز الغث عن السمين قال فی الدرالختار و لا يصلی بعد صلواة مفروضة مثلها قراة او فی الجماعة او لا تعاد عند توهم الفساد للنهی ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۵، درالمختار ج۱ ص ۶۵۳ ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *