د روسيه کمونست يهودی بروساکوف د حقيقت په لورې

” وانتاين بروساكوف” د روسيه د يوه پوهتنون استاذ چې په اصل کې يهودی ؤ . کمونستي عقايد يې پريښودل د امريکا متحده آيالاتو ته يې سفر وکړ له کمونستي دوزخ څخه يې غربي ديوکراسۍ ته پنا يوړه .

هغه 20 کاله په امريکا کې استوګنه کړی ده چه په دې وخت کې هغه د ديموکراسۍ مشکلات او معايب ښه درک کړل او بيرته يې خپل پلارني ملک روسيه ته را وګرځيد .

وروسته د څه وخت فکر او سوڅ کولو هغه تصميم ونيو تر څو د اسلام د مقدس دين پيروي وکړي چې په دې سره يې حقيقي نيک بختي او د ټولو مشکلاتو حل پيدا کړ .

بروساکوف په تازګۍ سره يو کتاب په نوم د “زما سفر د ايمان په لورې” په روسي ژبه ليکلی دی چه په دې کتاب کې یې د کمونيزم او ديموکراسۍ تجربه کول او دهغه عيبونه بيان کړي او په آخر کې يې د اسلام راوړلو دليل بيان کړی دی .

نموړی کتاب د روسيه د اسلامې مجلس لخوا د “الشروق” قطر په وسيله خپور شوی دی .

برساکوف پخپل کتاب کې د ژوند يوې برخې ته په اشارې سره ليکي : زه د پخواني شروي په وخت د يوې ورځپاڼې ليکوال وم چې وروسته زما پر خلاف اقدام وشو زه يې بندي کړلم د زندان نه وروسته مې امريکا ته سفر وکړ وروسته د روسيې له ټوټې کيدو د امريکايي تابعيت سره خپل ملک روسيه ته را وګرځيدم .

هغه د شرق او غرب په ايدئولوژې کې کالونه تير کړي دي مګر آخر يې حقيقت په اسلام کې درک کړ او اسلام يې د ټولو مشکلاتو حل وبله .

په دې ترتيب هغه اوس د اسلام يو مدافع ليکوال دی

منبع :المنتدی المحاسبين المصربين

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.