د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د معجزو شمېر

محمد عالم یاسر-د اعداد لیکوالي ټولګی

وما ارسلناک الا رحمة للعالمین؛ صدق الله العظیم

دا خبره د علماو په اتفاق سره روښانه ده چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم معجزات ټول نه دي شمیرل شوي. خو د بیلګې په توګه محدثینو او د سیرت علماوو څه معجزات جمع کړي.

 علامة اشرف علی تهانوی رحمة الله علیه په خپل کتال ( نشر الطیب فی ذکرن الحبیب ) صلی الله علیه وسلم کې له لس زره ۱۰۰۰۰ زیاتي معجزې را جمع کړې.

تهانوي رحمة الله علیه د قاضي عیاض رحمة الله علیه په حواله لیکي چې د قرانکریم هر ځای چې د سورة الکوثر په اندازه  وي هغه معجزه ده.

دا ځکه چې سورة الکوثر کله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شریفې پر دروازه قریشو ته د چلینج په وجه ډول وځړاوه هیچا یې مبارزه ونه شو کړی او معجزة هم علماء داسې تعریفوي: چې هر هغه کار چې د خلکو له عادت نه پورته وي او الله جل جلاله د خپل نبي د نبوت د ثبوت لپاره ورکړی وي.

په همدې وجه باندې قاضی عیاض رحمة الله علیه لیکي چي په قران مجید کې ټولې (۷۰۷۰۰) اویازره اووه سوه کلمې دي او سورة الکوثر د لسو کلمو کور دی او کله چې هم موږ (۷۰۷۰۰) کلمې په لسو تقسیم کړو نو د قراني معجزاتو جمع ( ۷۰۷۰) کیږي.

همدارنګه په ( خصایص کبری ) کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم (۱۰۰۰) زر معجزې جمع کړی شوې او په الکلام المبین کې [ چې پښتو ته هم ژباړل شوی ] ۲۰۰۰ مکرمې معجزې جمع کړای شوې، چي د ټولو مذکوره مکرمو معجزو مجموعه ( ۱۰۷۰۰ ) پورې رسېږي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.