لیکوال: عزیز ٬٬غزنوي٬٬
د رسول الله مبارک «صلی الله علیه وسلم» مېرمنې / امهات المؤمنین «رضوان الله تعالی علیهن اجمعین»:
دارالعلوم دیوبند په یوه خپره شوې مقاله کې کاږي «د سیرت په ګڼ شمېر کتابونو کې راغلي دي چې رسول الله مبارک له (۱۵) ښځو سره نکاح کړې ده، چې له هغو څخه یې له (۱۳) مېرمنو سره واده بشپړ کړی دی، په یو وخت کې یې له (۱۱) مېرمنو سره ژوند کړی دی او کله چې رسول الله مبارک له دې نړۍ کوچېدو (۹) مېرمنې یې ژوندۍ وې او ور سره وې، چې پنځه یې قریشې وې :عائشه، حفصه، أم سلمه، سوده او أم حبیبه. او څلور نورې مېرمنې یې بیا له نورو قبیلو څخه وې:میمونه، جویریه، زینب بنت جحش او صفیه. او یوه مېرمنه یې چې خدیجه رضي الله عنها وه، هغه له دوی ټولو څخه وړاندې وفات شوې وه.
ځینې ناپوهه کسان وایي «د مسلمانانو وروستی پیغمبر العیاذ بالله شهواني و، ځکه هغه له (۱۵) ښځو سره واده کړی و»، خو دا خبره بالکل غلطه ده! رسول الله مبارک چې له څومره مېرمنو سره نکاح تړلې ده، د یو مصلحت په بنسټ یې دا کار کړی دی، لکه:
ü له هغوی څخه ښوونکې جوړول، تر څو نورو صحابیاتو ته د اسلام د مقدس دین احکام ورسوي، ځکه یواځې مېرمن وي چې د خاوند په ټولو کارونو بشپړه آګاهي لري.
ü له ګڼ شمېر ښځو سره واده کول د رسول الله مبارک د ښو اخلاقو څرګندویي کوي، ځکه هغه مبارک له داسې ښځو سره نکاح تړلې وه چې قبېلې یې مختلفې وي، عمرونه یې مختلف و، ځینو یې له نورو خاوندانو څخه اولادونه درلودل، ځینې یې بیخې زیاتې بې وزلې وې، ځینې یې د یو بډایه کس مېرمنې پاته شوې وې، ځینې یې بیا د یو بې وزله او ناچاره کس مېرمن پاتې شوې وې، رسول الله مبارک، د الله جل جلاله له لوري په ورکړل شوي علم، حکمت او اخلاقو دغو ټولو ته خپل خپل حق ورکاو او د هیڅ یوې مېرمنې حق یې نه تلف کاو.
ü د خپلو نږدې ملګرو او صحابه و، لکه: حضرت عمر او حضرت ابوبکر «رضي الله عنهما» د تکریم او عزت په پار له هغوی سره د خسرګنۍ/ مصاهرت خپلوي کول.
ü د دې لپاره چې د مصاهرت په خپلوۍ سره د دښمنانو زړونه د اسلام مبارک دین ته کاږه شي.
بله خبره دا که چېرته رسول الله مبارک له نکاح څخه د شوق پوره کول موخه او هدف وای! له دومره غټ عمر والا مېرمنو سره به یې واده نه کاو، له بې وزلو سره به یې واده نه کاو، همدارنګه د رسول الله مبارک ډېری مېرمنې، پرته له عایشې «رضي الله عنها» نه ثیبې او یا هم کونډې وې. نو یو (۲۵) کلن ځوان، چې په ښایست، ښکلا، دیانت، وفا، غیرت، سخاوت او همدردي یې دوست او دښمن دواړو اعتراف کوي، ولې له یوې ښایسته باکرې پیغلې سره واده نه کوي؟ دا چې رسول الله مبارک سره له دې ټولو ښو صفاتو بیا هم له ډېر عمر والا ښځې سره، له غریبې ښځې سره واده کوي، د مصلحت په پار یې کوي، نه دشوق او شهوت په پار.
د نکاح تړلو په مهال د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» او امهات المؤمنین «رضوان الله علیهن» عمرونه:
· له خدیجې بنت خویلد سره د نکاح په مهال د هغې مبارکې عمر (۴۰)کاله او د رسول الله مبارک عمر (۲۵) کاله و.
· له سودې بنت زمعه سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۶۶) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۰)کاله و.
· له عائشې بنت ابې بکر سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۹) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۰) کاله و.
· له حفصې بنت عمر سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۲۱) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۳)کاله و.
· له زینب بنت خزیمه سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۳۰) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۳) کاله و.
· له أم سلمې سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۲۷) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۷) کاله و.
· له زینب بنت جحش سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۳۸) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۸) کاله و.
· له جویریې بنت الحارث سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۱۵) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۸) کاله و.
· له أم حبیبې سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۴۲) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۵۹) کاله و.
· له صفیې بنت حیی سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۱۷) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۶۰) کاله و.
· له میمونې بنت الحارث سره د نکاح په مهال د هغې عمر (۲۶) کاله او د رسول الله مبارک عمر (۶۰) کال و.
مأخذ:
- السیرة النبویة
- الرحیق المختوم
- مقالة دارالعلوم دیوبند
***********************************************************************************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website