د خپل پلار او ورور پر وړاندې ټکری په سر کول

د کور په داخل کی د ورور او پلار په وړاندی د ټکری په سر کول څنګه دی؟

حسن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځه به پخپل کور کې د خپلو محارمو (پلار ، ورور ، وراره ، زوی ، د خور زوی ) څخه د مخ ، لاسونو او قدمونو پرته د نور بدن حجاب مراعاتوي او د ظاهري زينت او ګاڼه پټول ورباندې نشته .

د محامو پر وړاندې به د سر ويښتان ، سينه ، مټې ، پنډۍ او نور بدن پټ ساتي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء (النور ) .

ژباړه : هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي خو ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو (بنزيو) يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو يا خپلو مريانو يا خپلو هغو تر لاس لاندې نارينه ؤ چې ښځو ته حاجت نه لري يا هغو ماشومانو ته چې تر اوسه لا د ښځو عورات نه پوهيږي ( دغو کسانو ته ښکاره کول پروا نه لري ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.