د خاوند د اجازې پرته صدقه ورکول

که ښځه اوخاوند دواړه وظیفه ولري دغی یوی کورنی ته پیسی راوړي نو که ښخه د خاوند بی اجازی خیرات،صدقه،زکات یا نور د خدای(جل جلاله) په لاره کی ورکوی الله پاک به هغه خیرات قبول کړی کنه؟
عابده خور
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول – د خاوند د مال څخه صدقه ورکول .
صحيح -والله أعلم- د خاوند د اجازې پرته جايز نده مګر دا چې کم شی وي او زيات نقصان پکې نه وي لکه : لږ ډوډۍ ، څه د څښاک شی او لږ پسې لکه څنګه چې په صحيحينو کې د عايشې رضی الله عنها څخه روايت شوی دی چې :
إذا أنفقت المرأة من بيت زوجها غير مفسدة، كان لها أجرها  ولزوجها مثل ذلك .
ژباړه : کله چې ښځه د خپل خاوند د کور او مال څخه ورکړي داسې غير مسفده ( آسانه او بې ضرر وي ) هغې لره اجر دی او د هغې د خاوند د پاره په مثل د هغې اجر دی  .
دوهم – د خپل مال څخه صدقه ورکول :
اول قول دا دی چې : د خاوند د اجازې پرته به هبه او صدقه نه ورکوي دليل يې دا حديث دی :
«لا يجوز للمرأة أمر في مالها إذا ملك زوجها عصمتها( أحمد ،الحاكم اوالنسائي )
کله چې ښځه خاوند وکړي هغې ته جايز نه ده چې له خپل مال څخه هديه ورکړي مګر د خاوند په اجازه
دوهم قول دا دی چې :د دريمې حصې څخه به زياته صدقه نه ورکوي ( مالکيه ) .
دريم قول –  د جمهورو قول (الحنفية والشافعية والحنابلة) دا دی چې ښځې ته  د خاوند د اجازې پرته تصرف پخپل مال کې کول جايز دي د جمهورو قول دا حديث دی :

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم خَرَجَ وَمَعَهُ بِلالٌ، فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعِ النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ، فَجَعَلَتِ الْمَرْأَةُ تُلْقِي الْقُرْطَ وَالْخَاتَمَ، وَبِلالٌ يَأْخُذُ فِي طَرَفِ ثَوْبِهِ. (بخارى: 98)
ژباړه :ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  د بلال رضی الله عنه  سره د جومات څخه بهر شو او ګمان یې وکړ چې ښځو به د هغه وعظ او ارشاد نه وي اوريدلی . نو هغوی ته يې وعظ وکړ او هغوی ته يې د صدقې ورکولو امر وکړ ، ښځو د لښتيو او ګوتيو په ايستلو شروع وکړه او بلال رضی الله عنه هغه په خپل لمن کې جمع کولې .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ښځو ته په صدقه کولو حکم کړی دی که د ښځې سره مال نه وي د هغې خاوند ته ښايي چې هغې ته څه مال د صدقې د پاره ورکړي چې په دې کې هم ښځې او هم خاوند دواړو ته اجر دی

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.