که ښځه اوخاوند دواړه وظیفه ولري دغی یوی کورنی ته پیسی راوړي نو که ښخه د خاوند بی اجازی خیرات،صدقه،زکات یا نور د خدای(جل جلاله) په لاره کی ورکوی الله پاک به هغه خیرات قبول کړی کنه؟
عابده خور
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول – د خاوند د مال څخه صدقه ورکول .
صحيح -والله أعلم- د خاوند د اجازې پرته جايز نده مګر دا چې کم شی وي او زيات نقصان پکې نه وي لکه : لږ ډوډۍ ، څه د څښاک شی او لږ پسې لکه څنګه چې په صحيحينو کې د عايشې رضی الله عنها څخه روايت شوی دی چې :
إذا أنفقت المرأة من بيت زوجها غير مفسدة، كان لها أجرها ولزوجها مثل ذلك .
ژباړه : کله چې ښځه د خپل خاوند د کور او مال څخه ورکړي داسې غير مسفده ( آسانه او بې ضرر وي ) هغې لره اجر دی او د هغې د خاوند د پاره په مثل د هغې اجر دی .
دوهم – د خپل مال څخه صدقه ورکول :
اول قول دا دی چې : د خاوند د اجازې پرته به هبه او صدقه نه ورکوي دليل يې دا حديث دی :
«لا يجوز للمرأة أمر في مالها إذا ملك زوجها عصمتها( أحمد ،الحاكم اوالنسائي )
کله چې ښځه خاوند وکړي هغې ته جايز نه ده چې له خپل مال څخه هديه ورکړي مګر د خاوند په اجازه
دوهم قول دا دی چې :د دريمې حصې څخه به زياته صدقه نه ورکوي ( مالکيه ) .
دريم قول – د جمهورو قول (الحنفية والشافعية والحنابلة) دا دی چې ښځې ته د خاوند د اجازې پرته تصرف پخپل مال کې کول جايز دي د جمهورو قول دا حديث دی :
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم خَرَجَ وَمَعَهُ بِلالٌ، فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعِ النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ، فَجَعَلَتِ الْمَرْأَةُ تُلْقِي الْقُرْطَ وَالْخَاتَمَ، وَبِلالٌ يَأْخُذُ فِي طَرَفِ ثَوْبِهِ. (بخارى: 98)
ژباړه :ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د بلال رضی الله عنه سره د جومات څخه بهر شو او ګمان یې وکړ چې ښځو به د هغه وعظ او ارشاد نه وي اوريدلی . نو هغوی ته يې وعظ وکړ او هغوی ته يې د صدقې ورکولو امر وکړ ، ښځو د لښتيو او ګوتيو په ايستلو شروع وکړه او بلال رضی الله عنه هغه په خپل لمن کې جمع کولې .
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ښځو ته په صدقه کولو حکم کړی دی که د ښځې سره مال نه وي د هغې خاوند ته ښايي چې هغې ته څه مال د صدقې د پاره ورکړي چې په دې کې هم ښځې او هم خاوند دواړو ته اجر دی