الله جل جلاله خپلو استازو ته داسې خطاب کړی دی:
[يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا] (سوره المومنون:۵۱).
ژباړه: اې پېغمبرانو! پاك شيان وخورئ او نېک عملونه وکړئ!
علماء لیکي چې حلال مال خوړل نيکو اعمالو ته لاره پرانیزي.
الله تعالی دا هم څرګنده کړې ده چې حرام خوړل د شیطان اطاعت دی:
[يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ] (سوره البقره:۱۶۸).
ژباړه : ای خلکو! د ځمکې له هغو شیانو وخورئ چې حلال او پاک دي، او د شیطان په لارو مه ځئ، بېشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.[البقرة ١٦٨]
رسول اللهﷺ فرمایلي دي:
«کومه غوښه چې په حرامو وده وکړي، جنت ته به داخله نه شي.» [ترمذي]
دا ځکه چې په حرامو لوی شوی بدن خبیث دی او جنت ته خبیث شیان نه ځي.
په ځینو حدیثونو کې د رسول اللهﷺ له خولې راغلي دي:
«څوک چې د حرامو څنډو ته ورنږدې شي، ډېر ژر به حرامو ته هم ور ګډ شي، او څوک چې په وړو وړو ګناهونو کې بې پروا شي، ډېر ژر به لویو ګناهونو ته ورننوځي.» [فتح الباري او نیل الأوطار]
همداراز رښتینی پیغمبر ﷺ مخکې لا خبر ورکړی دی چې «پر خلکو به یو داسې وخت راشي چې ددې پروا به نه کوي چې حلال مال یې ترلاسه کړ او که حرام یې ترلاسه کړ.» [بخاري]
کله چې حسن (رضي الله عنه) د صدقې یوه خورما په لاس کې ونیوله، رسول اللهﷺ ورته د ماشومانو په ژبه وویل:
«کخ کخ! دا موږ ته نه روا ده، دا موږ ته نه روا ده.» [بخاري او مسلم]
د صحابه کرامو (رضوان الله علیهم) احتیاط، له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې:
ابوبکر صدیق رضي الله عنه یو غلام درلود چې د هغه له حاصلاتو به یې خوراک کاوه. یوه ورځ غلام څه راوړل، ابوبکر رضي الله عنه ترې وخوړل، وروسته غلام ورته وویل: پوهېږې دا څه شی دی؟ هغه وویل: څه؟ غلام وویل: ما په جاهلیت کې د یو چا لپاره فال ایستلی و، حال دا چې فال ایستل مې زده نه وو، خو ما هغه غولولی و، هغه وروسته له ما سره ولیدل او دا خواړه یې راکړل، همدا شی دي خوړلی دی! ابوبکر رضي الله عنه ګوته ستوني ته یووړه او ټول خواړه یې قی کړل چې له خېټې را ووځي. [بخاري ٣٨٢٤]
روایت دی چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه شیدې وڅښلې او هغه ډېرې ورته خوښې شوې. نو د شیدو ورکونکي څخه یې وپوښتل: دا شیدې دې له کومه کړې دي؟ هغه وویل: د صدقې له اوښانو مې اخیستې وې. عمر رضي الله عنه هم خپل لاس خولې ته یووړ او قی یې وکړ.
له شکمنو شيانو د ځان ساتلو یوه بېلګه دا هم ده چې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په وخت کې له بحرین څخه مشک او عنبر راوړل شول. هغه وویل: قسم پر الله، هيله من یم چې کومه غوره ښځه دا عطرونه وزن کړي تر څو د مسلمانانو تر منځ یې ووېشم. د نوموړي ميرمنې (عاتکې) وویل: زه ښه وزن کولای شم، زه یې وزنوم. عمر وویل: نه! هغې وویل: ولې؟ عمر وویل: ځکه وېرېږم چې ته به یې د وزن پر مهال په لاسونو کې ونیسې، بیا به لاسونه پر سر یا غاړه تېر کړې، نو له دې سره به د مسلمانانو په حق کې زیاتی وکړې!
د حرامو له خوړلو د اسلافو احتیاط :
د فُضَیل بن عیاض په اړه راغلي دي چې هغه یوه پسه درلوده. دې پسه د یوه امیر له واښو څخه لږ څه وخوړل، نو فضیل وروسته له هغه د دې پسه له شیدو هیڅکله څښل نه کاوه.
ابراهیم بن ادهم ته وویل شول: ولې د زمزم له اوبو څښل نه کوې؟ هغه وویل: که مې خپله سلواغه/سطل درلود، نو څښلې مې شوای. (اشاره یې دا وه چې اوس خو سطل د بیت المال دی).
عمر رضي الله عنه به ویل: «موږ به د حلالو له لسو برخو، نهه برخې له دې ویرې پرېښودې، چې هسې نه په حرامو کې ولوېږو.» (احیاء علوم الدین)
کله چې د عمر بن عبدالعزیز رضي الله عنه په وړاندې د مسلمانانو مشک وزن کېده، هغه خپله پوزه ونیوله چې د بوی اغېزه پرې رانشي. [الرسالة القشيرية]
د بشر الحافي خور إمام احمد بن حنبل رحمه الله ته راغله او ویې وپوښتل: موږ پر خپلو بامونو لاسي صنايع جوړوو، کله نا کله د خلکو مشعلونه زموږ خواته تېر شي او د هغوی رڼا پر موږ راپرېوځي، آیا موږ ته روا ده چې د هغوی په رڼا کې کار وکړو؟ امام احمد ترې وپوښتل: ته څوک یې، الله دې روغه ولره؟ هغې وویل: د بشر الحافي خور یم. امام احمد په ژړا شو او ویې ویل: ستاسو له کوره تل د ریښتیني تقوا څرک راځي. [إحياء علوم الدين]
په کوفه کې پسه ورک شو، امام صاحب پوښتنه وکړه یو پسه څومره وخت ژوندی وي، خلکو ورته ٧ کالونه وښودل، امام صاحب ٧ کاله د پسه غوښه ونه خوړه. [خیراة الحسان فی مناقب النعمان]
د حرام مال خوړلو زیانونه :
_حرام مال د الله تعالی د غضب او قهر سبب ګرځي.
_حرام مال له الله تعالی څخه د انسان د لیرې کېدو لامل کېږي.
_د حرام مال ګټل د دوزخ پر لور یوه لار ده.
_حرام مال د دعا د نه قبلېدو یو لوی سبب دی.
_حرام مال د خلکو د کرکې او د اعتماد د له منځه تلو لامل ګرځي.
_له حرامو لارو د مال ګټل د مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ او کینې د خپرېدو لامل کېږي.
_ د حرام مال خوړل د نیکو عملونو ثواب له منځه وړي.
_حرام مال د ایمان د کمزورۍ او د رزق په اړه د الله پر وعدې د بې باوریو نښه ده.
_حرام مال د خلکو د حقونو د ضایع کېدو سبب ګرځي.
_د حرام مال خوړل د مسلمان د صحت لپاره زیانمن دی.
_ اولادونه په حرامو روزل، د هغوی د بدبختۍ، سرغړونې او له مور او پلار څخه د نافرمانۍ سبب ګرځي.
[سرچینه: موسوعة نضرة النعيم، ۹ ټوک، ۳۹۷۹ مخ]
حسان مجاهد.