تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).
له ابي حمزه انس بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايلی :
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي
نو مسلمان بايد د لمانځه تارک ته لومړی دغه پورته بيان شوی بيغام ورسوي ځکه چې ځنې وخت ګنهګار بندګان داسې ناهيلي شي چې دوی ګمان کوي چې زه خو نور بالکل غرق شوی يم زما لپاره کله د توبې لاره وي دوی نور له خپل رب (ج) نه شرميږي او خپل د عجز لاسونه نشي پورته کولای .
زما مسلمانه وروره ! دا د شيطان دسيسې دي چې بنده نه پريږدي خپل رب ته توبه ګار شي شيطان وايي ما د بنی آدم ملا په ګناهونو ور ماته کړه خو زما ملا يې پر استغفار او توبه را ماته کړه .
زما مسلمانه وروره !
که د الله تعالی مهرباني او شفقت درک کړي ډير به وژاړی او ډير وخت به دې سترګی په اوښکو لمدې وي مناسبه به نه وي چې د خپل مهربانه پروردګار څخه ياغي شي هغې ته شا کړي او خپل سر سخت دوښمن شيطان ته دې مخه کړي .
د دوهمې پوښتنې ځواب
د روافضو هغه فرقه چې حضرت علی کرم الله وجه (نغوذ با الله ) خدای بولي يا نور داسې چې شرعاً کفر وي مني د دوی د لاس ذبيحه او خوراک صحيح نه دی (کفايت الفتي ج ۱ ص 324 ) .
فلا نوکل ذبيحة اهل شرک والمرتد ( فتاوی هنديه کتاب الذبائح 5/285 ) .
او هغه شيعه چې حضرت علی کرم الله وجه په خلفاء ثلثه کې افضل ګڼي خوراک او ذبيحه درست دي .
و ان کان يفضل علياً کرم الله وجه علی ابی بکر رضی الله عنه لا يکون کافراً الا انه مبتدع (الهندية 2/264 ) .
خو په شيعه کې ډير داسې منافقين دي چې هغوی ځنې صحاب کرامو ته بد رد وايی نو د دا ډول منافقينو نه لري ګرځيدل پکار دی او له هغوی سره د رابطی ساتل ښه نه دي ځکه چې دوی له هغه چا سره دوښمنی کوي کوم چې مونږ له هغوی سره محبت لرو ځکه چې هغوی د الله تعالی او رسول الله (ص) دو ستان دي .