د بل اولاد په زوی نيول او هغه ته ميراث ورکول

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
زما سوال د یو چا په زوی نیول (فرزندي نیول) په هکله دی.
زما یو  بوډا دوست دی چې عیسوي دی، غیر له یوې بوډۍ مور چې عمر یې نوي (۹۰) پورې رسيږي نور څوک نلري، نو زما څخه يې غوښتنه کړې تر څو ما په فرزندۍ واخلي او د دوی وارث پاتې شم، ما هغوی ته تر اوسه ېڅ هم ندي ويلي، خو همېشه ايمان او اسلام ته دعوت ورکوم، خو هغه وايي چې وخت ته ضرورت لري.
نو اوس زه څنګه وکړم د دوی دغې غوښتنې ته څه ځواب ووایم.
ستاسو د مشورې په هيله،
توحيد أنصاري


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل اولاد په زوی نيول داسې چې د حقيقي زامنو په څير شرعی حقوق ورکړي لکه نکاح ، ميراث ،حجاب او نور شرعاً حرام دی او دا د جاهليت د وخت رواج ؤ چې په اسلام کې باطل اعلان شوی .

لقوله سبحانه و تعالی : وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ  (4 احزب ) .

ژباړه: او نه يې ستاسو په خوله بللي ځامن ستاسو حقيقي ځامن ګرځولی دي ،دا خو هغه خبرې دي چې تاسې يې له خپلو خولو راباسي ، الله خو حقه خبره کوي او هغه سمې لارې ته بلنه کوي .

مګر که د شفت په وجه يوکس د زوی په نوم وبلل شي ، يا يو کس ته د پلار يا مورې خطاب وشي باک نه لري (کفالت المفتي ج ۵ ص ۳۲۰ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.