د اولادونو د زده کړې مراتب
د زده کړې مراتب :
۱- د طفل تعليم د هغه په غوږ کې له آذان کولو پيل کيږي کوم چې د خپل خالق او إله طرف ته يې متوجه کوي ، او کله چې په خبرو راشي هغه ته به د کلمه (لا اله الا الله ) تعليم ورکول کيږي .
۲- بيا به د (الف ،باء) توري ، حرکات ، کلماتو د زده کړي لپاره د يو ماهر قاري چې په تجويد باندې پوره حاکميت ولري د نوراني قاعدې تعليم ورکړ شي .
پخوا بغدادي قاعده په درسي نصاب کې مروج وه او اوس مهال په اکثره اسلامي هيوادونو کې نوراني قاعده رواج لري نوراني قاعده د قرآنکريم د تجويد پر آساس ترتيب شوی ده چې د تجويد او صحي تلفظ لپاره مهم رول لري ځکه له کوچيني توب څخه أطفال د صحي تلفظ سره بلدوي .
۳- د قرآنکريم زده کړه ، قرآنکريم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی چې د فضيلت او اهميت د پاره به دلته يوازې دومره ووايم چې نن عصر کې نه پيغمبر شته او نه هم وحی ځکه چې د پيغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده نن عصر د الله تعالی او د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي .
قرآنکريم د الله تعالی هغه معجز کتاب دی چې کله يو طفل هغه صحي زده کړي نو بيا شرعي او عصري علوم ټول ورته آسانه کيږي .
د قرآنکريم د زده کړې تر څنګ د قرآنکريم د څه حصې حفظ کول ، د قرآنکريم څه حصه حفظ او يادول د لمانځه لپاره واجب ده او له بل لورې د قرآنکريم په زده کړه ، لوستلو او تجويد کې د زده کوونکي علمي سويه لوړوي .
۴- د قرآنکريم د زده کړې تر څنګ د ضروري شرعي علم تعليم ورکول کوم چې مخکې مو اشاره ورته وکړه .
۵- د شرعي علم تر څنګ د عصري علم کوم چې انسان د ژوند ضرورت دی او هغه اسلامي امت ضرورت لري لکه :
- حساب چې په ورځني ژوند کې ضرورت دی ، رياضيات ، د نورو علمو لپاره ضرورت دی .
- علم الأرض (جعرافيه ، جيولوژي) : د ځمکې علم دی چې هيوادو د احوالو ، د ځمکې پراختيا ، طبقو ، جوړښت ، سيندونو ، بحرونو ، غرونو او نورو څخه بحث کوي .
- علم أحياء ( بيولوژي ) : د ژونديو موجداتو څخه بحث کوي او انسان ته د الله تعالی د ستر قدرت نښې څرګنديږي .
- تاريخ : د پخوانيو امتونو او واقعاتو څخه بحث کوي .
- کمياء : د مادې د خواص،مشخصاتو او تغيراتو بحث کوي .
- الفيزياء (فزيک) : د مادي او طبيعت څخه بحث کوي .
څه شيان چې ځمکه او فضاء کې د انسان د استفادې لپاره پيدا شوي دي د هغه څخه د استفادې کولو څخه بحث کوي .
همداسې نور علوم کوم چې انسان ورته ضرورت .