پوښتنه می دا ده چی د انټرنیټ له لاری نکاح تړل څنګه دی؟ او که جایز وی باید په کومه طریقه وتړل شی. ما یوه امریکایی جینئ مسلمانه کړی اوس غواړی چی له ماسره نکاح وتړی. او د روژی نه پس دواړه یو ځای کیږو او پوره ژوند یو ځای تیره وو ان شاءالله.
ځواب
بسم الله الحمن الرحيم
ما شاء الله د دغه جينئ د مسلمانيدو مو لوی کار تر سره کړی دی او لوی اجر مو ګټلی دی .
د نکاح د پاره قبول او ايجاب شرط دی د احنافو په نزد د قبول او ايجاب د پاره ګواهان يا شاهدان شرط دي يعنې د نکاح د صحت د پاره شاهدان شرط دی نو په یوازې توګه د نکاح عقد نه صحي کيږي .
وشرط حضور شاهدين حرين مکلفين سامعين قولما معاً (درالمختار ۲۱/۳ ، کفايت المفتي ۱۵۵/۵) .