دريم بحث، د لباس زينت :

لباس او جامه پر انسانانو باندې د الله تعالی يو لوی نعمت دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا…][1].

ژباړه: اې د آدم اولاده! يقيناً چي تاسو ته مي داسي لباس درولېږو چي بدن مو پټوي او د ښايست وسيله ده.

د مسلمانې خور لپاره د هر رنګ لباس اغوستل جايز دي په شرط ددې چې د حجاب شرايط پکې موجود وي، اسراف او شهرت او کبر پکې نه وي.

د حجاب شرطونه مو مخې د حجاب په احکامو کې ولوستل :

  • دا چې ټول بدن به ورباندې پټ وي.
  • دا چې تنګ او نری به نه وي .

فقه «اللباس و الزينة» ليکي:

د نارينه او ښځو لپاره د شفاف او نازک لباس چې عورت يې ورڅخه ښکاري په اتفاق د څلورو مذاهبو حنفيه ، مالکيه ، شافعيه او حنابله حرام دی [2].

او همداسې د ښځو لخوا د نازک ،تنګ او چسپو جامو اغوستل، د سر ويښتان د اوښ د بوکام پشان جوړل ستره فتنه ده چې په اړه يې سخت وعيد راغلی دی او دغو ښځو ته کاسيات عاريات ويلی شوې دي[3].

  • دا چې د نارينه سره مشابهت به پکې نه وي.
  • اسراف به پکې نه وي:

د مود او فيشن پيروي او په لباس کې اسراف کول، يوه جوړه جامې لا زړې شوي نه وي هغه پريږدي نورې جامې کوي او يا د جامې په اخيستلو کې له توسط څخه کار نه اخلي اسراف کوي .

په «المبسوط» کې راغلی : په جامو او لباس کې نه اسراف چې دی ورباندې مشهور شي او نه هم دومره کمی چې دومره خرابې وي چې خلک ګوته ورته ونيسي بلکي د کارونو غوره اوسط دی«وخير الأمور أوسطها»[4] .

  • شهرت او کبر به پکې نه وي:

د شهرت لپاره ډول ډول جامې اغوستل او د ناتوانه او فقيرانو خلکو د زړونو داغول .

په حديث شريف راغلي :«مَنْ لَبِسَ ثَوْبَ شُهْرَةٍ فِي الدُّنْيَا أَلْبَسَهُ اللَّهُ ثَوْبَ مَذَلَّةٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»([5]) .

يعنې : څوک چې په دنيا کې د شهرت لباس اغوندې الله تعالی به په قيامت کې د ذلت جامې ور واغندي .

مناوي رحمه الله وايي : د شهرت له جامې څخه مطلب هغه جامې دي چې کبر، غرر او افتخار ورباندې کوي او د نورو خلکو څخه خپل ځان لوړ ګڼې .

د ښځو لپاره د پطلون اغستل :

د ښځو لخوا د پطلون او نارينه بوټونو او نورو نارينه شيانو استعمال حرام دی ځکه د پطلون څخه د ښځې د بدن حجم څرګنديږي او بل دا چې د نارينه سره مشابهت دی .

«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ، وَالمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ»([6]) .

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی په هغه نارينه وؤ باندې چې د ښځو مشابهت کوي (يعنې دهغوی په شان شکل جوړوي او دهغوی په شان لباس اغوندي) او په هغو ښځو باندې هم لعنت ويلی چې هغه د نارينه مشابهت اختياروي يعنې دهغوی په شان جامې اغوندې او د هغوی په شان ځان جوړوي.

او فتاوی اللجنةالدائمة او فتاوی النسائية ليکي : د ښځو لپاره د پطلون اغوستل جواز نه لري که څه هم د ښځو پر وړاندې وي او يا يې د خاوند پر وړاندې وي ځکه چې دا د نارينه سره مشابهت کول دي.[7]

يعنې : د ښځې لپاره پطلون اغوښتل جايز نه دي که څه هم يوازې وي که

هم د ښځو سره وي يا د خاوند پر وړاندې مګر دا چې د خاوند سره په قفل اتاق وي او ددې پرته جواز نلري ځکه چې ددې څخه د بدن حجم څرګنديږي.

د ښځو لپاره د لوړو بوټونو اغوستل …

د مسلمانې خور لپاره د لوړو بوټونو اغوستل جواز نه لري ځکه چې په دې کې د کافرو ښځو سره مشابهت دی، او په دې کې کبر او فخر دی، او تبرج يعنې بې حجابي ده، او په دې کې بدن ته خطر او ضرر دی ځکه چې د تګ پر مهال د بدن تعادل سم نه وي[8].

جاء في الموسوسة الفقهية الاسلامي ص:۱۸۵-۲۷۱:

حکم لبس الکعب العالي: لا ينبعي للمرأة لبس الکعب العالي لما فيه من تشبه بالکافرات، ولما فيه من الکبر و العجب، و لما فيها من التبرج المشین، و لما فیها من الخطر و الضرر علی الجسم و الارحام بسبب عدم اعتدال الجسم أثناء المشي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره الاعراف:۲۶.

[2] – جاء في فقه اللباس والزينة : حرُم على الرجال والنساء لبس اللِّباس الشَّفَّاف الذي يَصِف البَدَن مُبَيِّنًا للعَورة؛ وهذا باتفاق المذاهب الفقهية الأربعة: الحنفية، والمالكية، والشافعية، والحنابلة.

[3] – وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلَاتٌ مَائِلَاتٌ، رُؤُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ.

لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ كَذَا وَكَذَا (رواه مسلم :۲۱۲۸ ).

[4] – والمراد أن لا يلبس نهاية ما يكون من الحسن والجودة في الثياب على وجه يشار إليه بالأصابع ، أو يلبس نهاية ما يكون من الثياب الخَلِقِ – القديم البالي – على وجه يشار إليه بالأصابع , فإن أحدهما يرجع إلى

الإسراف والآخر يرجع إلى التقتير ، وخير الأمور أوسطها ” انتهى (المبسوط:۲/۲۶۷ ).

[5] – رواه ابؤداود ۴۰۲۹ ، و النسائي ۵/۴۶۰ و ابن ماجه ۳۶۰۶ .

[6] – رواه البخاري ۵۸۸۵ .

[7] – و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة: لا يجوز لها أن تلبس البنطلون، لما فيه من تشبه النسآء بالرجال (اللجنة الدائمة :۱۷/۱۰۲).

و في الفتاوى النسائية :وأما لبس المرأة للبنطلون فلا يجوز ولو كانت خالية و لو كانت أمام

النساء أو أمام زوجها، إلا في غرفة مغلقة مع زوجها فقط، فأما ما سوى ذلك فلا يجوز فإنه يبين تفاصيل البدن .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.